دخپریدو نیټه : 2014-07-27 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
بولدک : ځانمرګو بريدګرو د امنيه قوماندان ميلمستون تر بريدونو لاندی را وستی دی .
لودين
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ، ځانمرګو بريدګرو د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پر ميلمستون وسله وال بريد پيل کړی دی .
درې تنه وسله وال د يوه ښوونځي ودانۍ ته ننوتي دي او د امنيه قوماندان پر ميلمستون د وسلو ډزي کوي .
بريدونه نن سهار تر ۷ بجو وروسته پيل شوي دي .
د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال د پيښي پخلی کوی .
يوه امنتي سرچينه وايې ، چې بريدګر څلور تنه دي او دا مهال د امنيه قوماندان پر ميلمستون او د دريم کنډک د قوماندان محمود خان پر کور د ډزو په حال کي دي .
د بريدونو مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی .