دخپریدو نیټه : 2014-07-27 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په کندهار کې پوليسو دوه ځانمرګي بريدګر ووژل .
لودين
په کندهار کې پوليسو دوه تنه ځانمرګي بريدګر ، چې غوښتل يې کندهار ښار ته داخل شي تر پيژندني وروسته په نښه او ويې وژل .
پيښه نن څه باندي دوې بجې ، د ژړۍ ولسوالۍ د حوض مدد په سيمه کې رامنځ ته شوه .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، چې بريدګرو په موټر کې چاوديدونکي توکي هم د ځانه سره درلودل او د پوليسو له لوري تر پيژندني وروسته دواړه په ډزو ووژل شوه .