مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکټر صاحب احمدزی ! له ټاکنو د جمعی مړی مه جوړوی،‎


 وایی چی د جمعی په شپه چی هر څوک مړ شی نو ډیر بختور وی دا څکه چی ملیّکی پوښتنه تری نه کوی او خبره یی له یو جمعی نه بل ته اوړی. اوس نو عبدالله عبدالله د امریکایانو( جان کری او اوباما) په مرسته د افغانستان له انتخاباتو د جمعی مړ جوړ کړی دی نو که ډاکټر صاحب اشرف غنی احمد زی جدی نه شی د ټاکنو نتجه به هیڅ وخت معلومه نه شی، د ولس کړاونه به له یو ورځی بلی ته ډیریږی، ولس د ډاکټر صاحب اشر ف غنی څخه دا هیله لری چی لږ ځان وښوری او جدی برخور د وکړی او د ټاکنو نهایی نتجه چی څومره زر کیدلای شی ولس ته په ډاګه کړی.
له هغی ورځی چی د دواړه کاندیدانو ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غنی تر منځ د امریکا په منځګړیتوب پدی سلاه شوی ده چی ټولی رایی به تفتیش کیږی دوه هفتی لا ندی تیری شوی چی دری واری د رایپاڼو تفتیش ودرید نو که د رایپاڼو د تفتیش ودریدل همداسی دوام وکړی فکر نه کوم چی دا تفتیش به کله هم سر ته ورسیږی او یو کاندید به ګټونکی اعلان شی او هغه به بیا حکومت جوړ کړی.
دا څه چل دی؟؟
 ستونزه د رایپاڼو په تفتیش کی نده او نه ستونزه د ټاکنو په کمسیون کی ده ټوله ستونزه په عبدالله عبدالله، ټیم یی او په امر یکایانو کی ده، دا دواړه جنابه نه غواړی چی په افغانستان کی یو قوی حکومت چی ټوله قومانده یی د یوه شخص په لاس کی وی جوړ شی، عبدالله عبدالله په حکومت کی برخه غواړی او کله چی عبدالله خپل هدف تر لاسه کړی د امریکایانو هدف هم تر لاسه کیږی، پدی معنی چی که عبدالله قدرت ته داخلیږی او د حکومت په جوړولو کی ګډون کوی نو نوی جوړ شوی حکومت یه خپله یو ضعیف حکومت وی چی دا د امریکایانو هیله او ارزو هم ده. نو تر هفه چی عبدالله عبدالله او امریکایان خپل هدف ته چی هغه عبارت له یوه ضعیف حکومت څخه دی ونه رسیږی تر هغه به دا د رایو تفتش ونه شی هیله ده چی ډاکټر صاحب اشرف غنی پدی مسله سر خلاص کړی.
محترم ډاکټر صاحب اشرف غنی! هیله ده چی تاسو به هم د عبدالله عبدالله او امریکایانو پر نیتو نو ښه پوهیدلی یاست او هغه ملت مو هم له یاده نه وی وتلی چی د سر په بیه یی د ټاکنو مرکزونو ته ځانونه ورسول او خپله ایمانی او ویجدانی دنده یی تر سره کړه او رایی یی ورکړی.
بلخوا ولس اوس د تیر او مټی تر منځ راغلی دی او د یو ډیر بد حالت سره مخامخ شوی دی د ژوند ټولی چاری په ټپه ودیریدلی دی باور وکړی چی ولس یوه خوله وچه ډوډۍ نه شی پیدا کولایی چی بیګاته یی وخوری نو که د رایو تفتیش همدا د جمعی مړۍ شی ولس یی تاب نه لری د ولس حوصله خلاصه شوی دی.
کله چی ټول افغان ولس د ډاکټر عبدالله عبدالله په شمول پدی ښه پوهیږی چی ټاکنی ډاکټر صاحب اشرف غنی وړی دی او ډاکټر عبدالله عبدالله د دی لپاره خرندی بخرندی کوی تر څو په نوی حکومت کی ورته ښه برخه ورکړل شی، د ولس هیله او تمه د ډاکټر صاحب اشرف غنی څخه دا ده چی نور باید سازش ونه شی جدی برخور د وشی لږ ځان وښوروه او ځان وښیی، غو پورته کړی ، دومره مه خوږیږه چی ټول د په خوله کړی ولس رایه درکړی ده او تاسو هم پر ولس تکیه وکړی دا ځکه چی ولس تر اخره ستاسو تر شا ولاړ دی انشالله چی هیڅ وخت به مو تنها نه پریږدی. او که دا یوه ورځ تفتیش وی او دری ورځ بیا نه وی نو دا د څیړنو پروسه به کالونه کالونه وخت ونیسی د افغان ولس اقتصاد ته په کتو به ډیره سخته وی چی افغانان د نور دا په ټپه حالت وزغمی. ولس بیا هم د ډاکټر صاحب اشرف غنی احدزی هیله کوی چی د ټاکنو د تفتیش څخه د جمعی مړۍ جوړ نکړی د ټاکنو سرنویشت چی څومره په لنډ وخت کی کیدلای شی ولس ته روښانه کړی.
مننه
 ډاکټر ګل مرجان منګل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery