مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د خواخوږی د ادبی او کلتوری ټولنی د مبارکی پیغام


د کوچنی نیکمرغه اختر په مناسبت
د خواخوږی د ادبی او کلتوری ټولنی د مبارکی پیغام

نیټه: ۵/۵/۱۳۹۳
کابل - افغانستان

ګرانوهیوادوالو او د نړی مسلمه امت ته د کوچنی اختر د رسیدو په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د مشرتابه او ټول غړو لخوا مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم.

درنو مسلمانو وروڼو!
روژه د الله (ج) لخوا هغه فرض دی چی مسلمانانو ته د صبراو د خپلو همنوعانو د حال څخه د خبرتیا په خاطر پرامت مسلمه حکم سوی دی ترڅوچی مسلمانان پر خپل نفس حاکم، د خوراک او څښاک څخه دډډی ترڅنګ دژوندانه په ټولو اړخونو کی د حرامو پر نه کولو اطاعت، د جګړو په ډګرکی د وینوپرتویولو بندیز اودوروری په فضاکی عبادت کول دی.

خو په خواشینی سره په دغو څو وروستیو لسیزو کی پرا سلامی هیوادونو باندی د استکباری قوتونو لخوا په بیلوبیلوشکلونو جګړه او وینه تویدل تحمیل سوی چی زموږ په ګران هیواد افغانستان کی څه د پاسه دریولسیزو بهرنی او کورنیو جنګونو زموږ مسلمان ولس ته غیر د مرګ او ژوبل تیا څخه بل څه ندی پری ایښی، چی د سږکال د روژی د میاشتی د ارګون څخه تر غور، کندهار څخه تر تخار او د هلمند څخه تر کابله پوری پیښی ښه مثال کیدای سی.
د یادونی وړ ده چی هیڅ بهرنی هیواد او څارګری اداری نه غواړی چی په افغانستان کی صلح او پخلاینه ترسره سی، نوځکه یی سږکال د ولسمشریز ټاکنی په پلمه یو ځل بیا  په افغانستان کی قومی، ژبنی، مذهبی او سمتی بی اتفاقی را منځ ته کړی ترڅو خپلو شومو اهدافو او مقاصدو ته ورسیږی.
نو محترمو وتلو نوماندانو ته په کار ده چی د هیواد د ملی ګټو او بقا په خاطر ژر تر ژره خپل منځی اختلافات او مشکلات لیری او د افغانانو په ګټه نوی اداره را منځ ته کړی.

د وخت څخه د ګټی په اخیستلو سره یووار بیا د کوچنی اخترپه مناسبت مبارکی ټول افغان مسلمان ولس او د نړی مسلم امت ته وایو.
په افغانستان کی د سولی او ر ښتنی اختر په هیله

په درنښت
الحاج غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery