مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-29   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

حشمت خليل کرزی د احمد ولي کرزي غوندي په خپل کور کې ووژل شو .

benawa afghanistan
لودين
درې کاله مخکي  د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د خپل کار په دفتر کې  ورته ځانمرګي بريد وواژه  ، همداراز د ولس مشر ورور احمدولي کرزی هم په خپل کور کي خپل ساتونکي وواژه .

شپاړس کلن ځانمرګي بريدګر د ولس مشر د تره زوی حشمت خليل کرزی په خپل کور کې وواژه ، بريدګر چاوديدونکي توکي په لنګوټه کې ځای پر ځای کړی وه او د کندهار په کرز کلي کې يې د حشمت خليل کرزي ميلمستون ته ځان رسولی وو .
حشمت خليل کرزی د کندهار ولايتي شورا ته بريالی نوماند ، په سويل کې د تحوول او تدام د ټيم د ټاکنيز کمپاين مشر او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملي ملاتړ کوونکو څخه وو .
حشمت خليل کرزی  ، چې په کندهار کې د پراخ نفوذ درلودونکی او قومي مشر وو مخکي يې يوه لويه خصوصي امنتي کمپنۍ درلودل او د ټاکنو په راتلو سره  د لوی کندهار دپاره  د ولس مشرۍد نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين  مشر  او د تحوول او تداوم د ټيم مهم او مخور غړی وو .
حشمت خليل کرزی د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په خپل پلرني ټاټوبي کرز کې اوسيدی ، ځانمرګي بريد چې شپاړس کاله عمر يې درلود په لنګوټه کې چاوديدونکي د هغه د ناستي تر ځايه رسولي وه ، تر باڼدار او د اختر تر مبارکۍ وروسته يې د مخه ښي پر مهال د هشمت خليل کرزي د لاس مچولو  په حال کې  چاوديدونکو ته چاودنه ورکړل او هغه يې وواژه .
عيني شاهدان وايې ، چې په چاودنه کې د  حشمت خليل کرزي د سر او مخ برخه په بشپړ ډول له منځه تللې او نور جسد يې روغ دی . بريد د هغه يو ساتونکی هم ټپي کړی دی .
حشمت خليل کرزي ته په ورتګ سره د هغه د ميلمستون په دروازو کې به هر وخت تلاښۍ خورا سختي وي ، خو بريد ګر په خورا بريالي تکتيک سره ځان رسولی وو .
ټوله ورځ د پيښي سيمه د امنتي ځواکونو له لوري کلابنده وه او خبريالانو ته اجازه نه ورکول کيده  ، چې  د پيښي تر ځايه ځان ورسوي .
حشمت خليل کرزي به هر وخت ، په خپلو ويناوو کې د پښتنو پر روان حالت افسوس ښودی او تل به يې د وينا ټکي په هيواد کې د سولې د پروسې په غښتلي کيدو او ملي يووالي راګرځيده .
د نوموړي د وژني مسووليت تر دې مهاله  کومي ډلې په غاړه نه دی اخستې او نه يې هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي .
درې کاله مخکي  د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د خپل کار په دفتر کې  ورته ځانمرګي بريد وواژه  ، همداراز د ولس مشر ورور احمدولي کرزی هم په خپل کور کي خپل ساتونکي وواژه .
په کندهار کې  وروستيو امنتي پيښو خلک انديښمن کړي دي  ، د اختر په شپه په سپين بولدک ولسوالۍ کې پنځو ځانمرګو بريدګرو د کندهار د امنيه قوماندان پر کور بريد وکړ . ژړۍ ، ريګستان او يو شمير نورو ولسواليو ته هم د وسله والو طالبانو د راتګ  او فعاليت خبرونه را رسيږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery