مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-29   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ولسمشر کرزي پر حشمت کرزي بريد په کلکو ټکو وغنده

لودين

ولسشمر حامد کرزي، د خپل تره پر زوى  حشمت خليل کرزي  بريد، چې نوموړی په کې ووژل شو، په کلکو ټکو وغنده.

له ولسمشرۍ ماڼې څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، کرزي ويلي:" لکه نورافغانان چې هره ورځ په هېواد کې په تروريستي بريدونو کې په شهادت رسيږي، زموږ کورنۍ هم له دغه مصيبت څخه مستثنی نه ده او موږ دغه قرباني منو.”

ولسمشر، حشمت کرزي ته د لوی خدای له دربار څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر حامد کرزي د تره زوى، د کندهار د ولايتي شورا غړى او د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د تاکنيز کمپاين مهم غړى حشمت خليل کرزى نن له غرمې مخکې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د کرز سيمې په حشمت کلا سيمه کې ځانمرګي بريدګر په خپل کور کې وواژه.

ولايتي چارواکي وايي، چې ٢٤ کلن ځانمرګى بريدکوونکى د اختر د مبارکۍ په موخه د حشمت خليل کور ته د ورغلو مېلمنو په ډله کې ورننوتى و او چاودېدونکي توکي يې په خپله پګړۍ کې ځاى پر ځاى کړي و.

 د راپورونو له مخې، په دې بريد کې چې تر اوسه يې چا مسووليت پر غاړه نه دى اخستى، يو تن ټپي شوى هم دى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery