مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-30   مخپرونکئ : 130 - دبېنوا خبریال - کابل

د هلمند په مرکزي زندان کې له بندیانوسره ناوړه چلند کیږي .

باچاه پښتونزوی
سرچینه : آزاد خبریال
په هلمندکې دبشري حقونودخپلواک کمېسیون ځاي مشرمحمد بلال صدیقي وویل دهلمندپه مرکزي زندان کې دزندانیانوسره ناوړه چلند کیږي چې دغه کاردوی انديښمن کړي دي . دهغه په خبره دغه ستونزه یي له اړونده چارواکوسره هم شریکه کړې ده خوتراوسه یې دحل کولوپه برخه کې کوم مثبت ګام نه دي پورته شوی . صدیقي وایي، د دوی دوسیي هم پرخپل وخت نه دي څیړل شوي چې دزندانیانوحقوق اوس مهال په ځينو مواریدوکې په بشپړه توګه ترپښولاندي شوي دي . هاخوا د هلمند والي بیا له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه بې خبري ښيي او وايي په دې اړه به پلټنې وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery