مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-30   مخپرونکئ : 130 - دبېنوا خبریال - کابل

د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې چاودنې دیارلس کسان ټپیان کړي.

باچاه پښتونزوی
سرچینه : آزاد خبریال
د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې چاودنې دیارلس کسان ټپیان کړي. د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمداسلم کوچي وايي، چې دغه پېښه نن شاوخوا لس بجې د ترينکوټ ښار په يوه ميله ځاى کې د ايسکريمو په ګاډۍ کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوه. هغه زياته کړه چې يادې چاودنې ١١ ملکي وګړي او دوه امنيتي کسان ټپيان کړي دي. د ترينکوټ د ملکي روغتون يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې له دې پېښې ورته ١١ ټپيان ور وړل شوي چې اته يی ماشومان دي. تیره ورځ په کندهار کې بیا ځانمرګي برید حشمت خلیل کرزی وواژه . تر اوسه د کندهار او ترینکوټ د پېښو مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery