دخپریدو نیټه : 2014-07-30 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
ارزګان: د اختر په ميله کې چاودني ۱۳ تنه ټپيان کړل .
لودين
د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د خلکو په ميله کې چاودني ۱۳ تنه ټپيان کړل .
چاودنه نن چهارشنبه لس بجې ، د مرکز ترينکوټ اړوند د منار څلور لاري په سيمه کې د ملکي وګړو په ميله ځای کې وشوه .
د ارزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمد اسلم کوچی وايې ، چې په پيښه کې ټول ۱۳ تنه ټپيان شوي ، چې دوه يې پوليس او پاتي يې ټول ملکي وګړي دي .
کوچی وايې ، چې د ټپيانو زخمونه سطحي دي او په ملکي وګړو کې ماشومان هم شامل دي .
چارواکي وايې ، چې چاوديدونکي د ( هرات ) په نوم د ايسکريم په ګاډۍ کې ځای پر ځای شوي وه ، د امنيت امر وايې چې د نوموړي ايسکريم کمپنۍ مسوولين يې د پوښتنو دپاره راغوښتي دي .
د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی .