مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مخ پیټک

محمود نظری

 

 دود دی په واده او سنتي کې مخ پیټک
 کوي د زوی په زیږیدو کې د توپک ټک
 نور دودونه اوس دخلکودي هیر سوي
 راوړي پیسې څوک د کور ټوک و ټک
 اوس پیدا سوي داسې ماده رنده دوستان
 لاسونه یې تر شا تړلي دهغه پخواني ټګ
 غټه غاړه کمیس یا دوخت تیر چاکلیټ
 یا دبل راوړي خازه ګلونه ډالۍ کوي باټک
 یا په لیلام کې رانیولي بې موډه شیان
 راوړي هغه چې په درد نخوري دده ناټک
 داخپلوانو په سترګو کې اچوي خاوره
 ددې خلکو ځان ساته دهرڅه اول چټک
 خپل ناخوښه او نارغ ټوکران مه ډالۍ کوئ
 دا ډالۍ نه ده په اشنا دی د مرمیو ټک
 نغدي ورکړئ د سپي پوست پر مخ مه غوړوئ
 که نن پر هغه سبا پر تادی وار ددې سټک
 په هر کار کې منځنی سئ د بدي ورځي مل
 نه په خیال کې دغولو ګردي کول لکه خټک
 داښه دود دی چې مرسته وسي له یاره سره
 نه چې هغه لا کړوپ کړئ په وسپنیز څټک
 خدای دي د بل ډول کاغانو قریبانو هم ساته
 ددې ډول یارانود نمبر پلیټ ماډل دی بټک
 راسي دلمسي او کړوسي سره تیره کړې ورځ
 لس افغانی به پاکټ کې اچولي دمخ پیټک
 دداسې بې انصافو یاروغارو دي خدای ساته
 زر خوري په پاکټ کې راوړي لسګیز ناټک
 د داسې ډبلي مارو دوستي ښه نه ده خېښانو
 له دې مکارو څخه ځان ساتئ لکه له ټک
 دا حبیبان نه دي سم جاني دوښمنان دي
 چې دي لیده ورته مه خلاصوه ور د پېټک
 که دي بیا هم راغله کور ته ډله ناببره
 مرچک زیاتوه چې بند یې سي چرغټک
 شل نفره راسي وریجي غوښې تا کړي
 اخیر د لسو افغانیوپاکټ درکړي مړټک
 هغه خوار چې دواده سوي وي پوروړی
 نابلل سوي میلمانه هغه لا کړي خوار پړک
 مل هغه چې چای ته راسي نه ډوډۍ ته
 ډوډۍ خوره دي خدای کړي ټک په ټک
 تنگ سترگې اشنا دي خدای ورک کړي
 خدایه هغه پوه کړې یا یې وران کړې خټک
 داسې خپل په خبرو کې وي خورا چټک
 په پیسو ورکولو کې خورا سخت او لمټک
 دداسې سیاڼه هم نفسانو سره یاري مه کوئ
 هغه تل لس درکوي درنه زر غواړي وټک
 چې دي ولیدل ډله د وره مخي ته خېښان
 د لیک دځایه ورته راوباسه موټ جرټک
 خدای ته مخ و بنده ته شا کړئ اې خپلوانو
 راځي چې پریږدو دا چمونه نور د کوټک
 په خبره سر خلاصېدل په کار دي د آشنایانو
 چې څه راوړې بیرته درځي هغومره پیټک
 وییونه اوکنایې :
ټک په ټک (سمدستی)، خټک (بنیاد، ګونګټ)، چړغټک(دمرۍ غوټه)، وټک ( ګټه)، خوار پړک ( بې شتو)، ټک په ټک( مرګ مفاجات)،مړټک (سست)، ټک ( سرحد)، لمټک ( سست سپی)، کوټک( بې هنره)،بټک(رډ سترګی)
 [ د سپی پوست پر مخ غوړول] بی حیا اوبخیل کیدل.
 [ خدای ته مخ و بنده ته شا کول] انصاف کول
[ د بدي ورځي مل] دسختي ورځي یار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery