مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-30   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : ۱۰۸ وسله وال او ۸ تنه امنتي سرتيري وژل شوي دي .

لودين

په کندهار کې امنتي چارواکي خبر ورکوي ، چې د تيري اونۍ پر مهال يې د کندهار په ژړۍ او ميوند ولسواليو کې ۱۰۸ تنه وسله وال طالبان وژلي دي .
د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، چې په وژل شويو وسله والو کې ډير بهرنيان دي  ، چې د يو شمير کسانو جسدونه يې سره صليب ته سپارلي او يو شمير هم د دوی سره دي .
نوموړي په دې عملياتو د ۲۷ وسله والو د ټپي کولو او ۶۰ ميله وسلو د تر لاسه کولو تر څنګ د ۱۵۰ کړۍ ماينونو د کشف او خنثي کيدو خبر هم ورکوي .
درانی په دې عملياتو کې د اتو امنتي سرتيرو د وژل کيدو او پنځو نورو د ټپي کيدو خبره هم مني .
ژړۍ ولسوالۍ ته د ګڼو وسله والو د راتلو خبرونه تر لاسه کيږي چې لسګونو تنو يې تيره اونۍ پر يو شمير امنتي پوستو هم بريدونه وکړل ، چې د مخامخ جګړې پر مهال د افغان امنتي سرتيرو په ګډون ديرشو وسله والو ته مرګ ژوبله واړول .
وسله وال طالبان هم په يو شمير ولسواليو کې د خپلو فعاليتونو د پراخيدو خبر ورکوي او هره ورځ افغان امنتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې  د اړولو ادعاوي کوي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery