مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-30   مخپرونکئ : 041 - دبېنوا خبریال - کابل

داور بنسټ: د افغانستان پرمختګ ټولنه د هلمندي جګړه ځپلو مرستي ته رامخته سول

الیزی
سرچینه : بينوا

د داور مرستندویه بنسټ په همکاری د افغانستان پرمختګ ټولنې Afghanistan Forward د هلمند په ایمرجنسی روغتون کي د جنګ له ۶۱ قربانیانو سره نقدي مرسته ترسره کړل.

څه موده مخکي دا داور بنسټ د رهبری غړي او د کلیو د بیارغونی او پراختیا وزارت معین محمد طارق عصمتی ددې بنسټ د مرستو د ویش پر مهال پر اړونده خیریه نهادونو، ملی تجارانو، مدنی ټولنو او د ولس پر استازو ږغ کړی و چي د هلمندی جګړې ځپلو سره مرستې وکړي او یاد بنسټ یې د مرستو رسولو لپاره یو مناسب ادرس په نښه کړ.

نن په همدغه اساس باندي د افغانستان پرمختګ ټولنې په مرسته د کابل د مدنې ټولنو او بااحساسه افغانانو راټولې سوي مرستي د داور بنسټ له لاري تر مستحقو ټپیانو پوري پداسی حال کی ور ورسیدلي چي د هلمند ولایت والی الحاج محمد نعیم خان، د هلمند ښاروال، د ولایتی شورا غړو، ولایتی رئیسانو، د مدنې ټولنې استازو، داور بنسټ مشرتابه او رسنیو حضور درلود.

د هلمند والي د بینوا پاڼې خبریال ته په ځانګړي مرکه کي د یادو نهادونو د مرستو څخه د خوښي څرګندلو په ترڅ کي ځانګړي مننه وکړل او پر ملی تجارانو او نورو افغانانو یی ږغ وکړ چي د هلمندي جګړه ځپلي ولس سره خپل مرستي و نه دریغوي.

د داور بنسټ مشر محمد شریف علیزی د افغانستان د پرمتخګ ټولنې څخه مننه وکړل چی د هلمندي ولس و مرستي ته یی رادانګلی دي او تر څنګ يې زیاته کړل چي په هلمند کي دغه غیر مترقبه پيښو نه یواځي د هلمندی ولس مرستي پر نورو اړو وطنوالو ودرولي چي نن په پکتیکا او غور کي ورته اړتیا لري بلکه خپله هلمند یی د مرستو محتاج کړ.

علیزی زیاته کړه چي د هلمندي جګړه ځپلو سره د مرستي کولو دا دریم پړاو و چی تر دا مهاله ۳۳۰ د جګړي ټپیانو او بیځایه سویو کورنیو سره یی ددې بنسټ له طریقه تر ۲۴۰۰۰ ډالره زیاتی مرستی لاسنیوی کړیدی. پداسی حال کي چي دا کار یی اوس اولویت ګرځيدلی دی خو په اوږدمهاله کي هم د هلمند لپاره ستراتیژیک اهداف لري چي له امله به یې هلمند د نورو سره د مرستي جوګه سي.

هغه وویل چي یواځي د مرستي ویشل یی هدف نه و، بلکه له همدي بنسټ د ادرس څخه غواړي پر ټولو مرستندویه بنسټونو، مدني ټولنو، ملی سوداګرو، سیاسی خوځښتونو، شتمنو او بااحساسه افغانانو باندي ږغ وکړي تر څو د هلمند د جګړه ځپلو مرستي ته رامخته سي. هغه له افغان دولت او نړیوالی ټولني څخه پدې برخه کي د پریمانه مرستو د غوښتنې تر څنګ د متوازنو، مسلکي او مسؤلیت پيژندونکو رسنیو څخه جدي غوښتنه وکړل چي د ریښتینو واقعتونو په خپرولو او هلمندی ولس په ترجمانی کي خپل دین او مسؤلیت ادا کړي او ښایی چي په ملی شورا کي مشران پداسی ورځ خپل ریښتینی استازولی ثابته کړي.

د افغانستان پرمختګ تولني په استازیتوب ښاغلی صابر یقین او فرهاد داوري په خپل وار د داور بنسټ د ترسره شویو مرستو څخه مننه وکړل او پر یادو ادارو، نهادونو او ټولنو باندی یی د هغوی ددې ږغ او نیک اقدام ستاینه وکړل. دوی زیاته کړل چي هیله منده دي چي نوري ټولني هم د افغانستان پرمختګ ټولني په څیر خپله همدردي څرګنده کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery