مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د راتلونکې شنبې په ورځ د رایو دفتیش پلیږي

احمد فیصل
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د رایو بیا شمېرنه، چې د اختر د رخصتیو پخاطر ځنډول شوې وه، د راتلونکې شنبې پر ورځ پیلېږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې نوماندانو په اصولو کې ټاکنیز معیارونه منلي او په عملي کولو کې یې مجبور او مکلف دي. هغه زیاته کړه، نوماندانو په اصولو کې موافقه کړې، چې د ټاکنو۱۱ مادې به مني او ملګرو ملتونو ۵ مادې د نړۍ له غوره ټاکنو اخیستې دي. نورستاني وویل، د راتلونکې شنبې له ورځې به له معیارونو سره سم، د چک لیستونو نوې تګلاره پیل کړي، چې په وینا یې په دوو شیفټونو کې به د رایو ارزونې لپاره اته ساعته سل سل ټیمونه کار کوي. نوموړي دا هم وویل، که چېرې اړتیا وي، د ارزوونکو ټیمونو شمېر ۱۲۰ ته لوړولی شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery