مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

حدود او انسان

 

 ليكوال : محمد الله تبسم

 انسان، انسانيت، اشرف المخلوقات، ترقي، انساني اقدار، سکون ، امن دا هغه ټکي دي چې په اوسني وخت کې تر ټولو زيات اورو. خو سوال دادې چې ايا خپله ددې لفظونو ويونکى انسان ددې لفاظو په معنى مفهوم او شتون يا نه شتون باندې سوچ کړى دى. له مشرق نه تر مغربه نني انسان په بد امنى په بې سکونۍ او په انساني اقدارو د ريشخند وهلو په اخري حد کې ولاړدى.
انسان داسې حالت ته ځان ننه کړى چې د عزت او بې عزتۍ د کاميابۍ او ناکامۍ د خوشحالۍ او د غم د اصل او د کم اصل د سالم او ناقص د ښه او بد هغه فطري اقدار او پيژندنې ته يې نوي او سرچپه اصول ټاکلي.
هغوى چې د انسان په هکله يې هميشه د خپلو خولو نه بې له عمله د انسانيت په هکله رمباړې وهلي
 زه وايم راځې چې لويې خبرې پريږدو او د انسان په هغه بنيادي ضرورياتو باندې سوچ وکړو. نو د عقيدې او د نظريو له حد نه بهر ايا ننى انسان انسان دى. ايا انسان ته چې له فطري پلوه کوم څه ضرور دي ننى انسان هغه لري؟
 ايا د انسانيت د دعوېدارانو له دعوو سره چې دوى خپله هم د ننى انسان يوه لويه حصه ده انسان د سکون په لټه کې نه مري. او ايا دا زمکه د هغه لپاره د غذاب نه ډکه سياره نه ده.
په مسايلو باندې خبرې ډېرې اسانې وي او نن يې هر څوک کوي. ميډيا اوس هم چې انسان ترې غږيږي د يوه عام انسان کېدو نه بغير د زرو نورو مبهمو مسايلو سوچ ته انسان وتوجه کوي. او هره ورځ د مسايلو د ختمولو پر ځاى خپله انسان د مسلو ښکار کوي.
زه د يو عام انسان په توګه دا وايم چې له د ننى دور هر انسان د انساني ټولنى د خرابولو ذمه وار دى
 په دې خو سره پوهيږو چې د لاس، پښو سترګو، غوږونو او نورو په لرلو سره انسان انسان نه دى. ځکه دا ټول اعضا هغوى هم لري چې مونږ ورته حيوانات وايو. او په دې هم سره پوهيږو چې ښه کور ښه موټر ښه کاروبار ډېرې پيسې هم د انسانيت اساسات نه دي.
زه دامنم چې انسان اوس ډير اوږد سفر په دقيقو کې ترسره کولاى شى. انسان اوس مريخ او نورو سيارو ته تلونکى دى.
د مريض انسان د جسم تقريبا ټول غړي بدلېدلاى شي. دنيا د يوه کلي بڼه خپله کړې ده.
ليکن کوم څوک ددې جواب ورکولاى شى چې ولې د نني دور انسان په داسې جرمي فکر کې اخته او د اجرامو مرتکب دى چې خپله د هغې ګناه کوونکې او جرم کوونکې انسان هم ترې شرميږي او له اخلاقي مزاجه مخالفت ورته ښکاري.
ولې انسان داسې حالت ته ننوتى چې د تلويزون په صفحه موسيقي او ترې په لاندې کرخه کې د انسان د مرګ خبر خپريږي.
رپوټونه ګورو چې د ډنمارک انسان ته دولت له مجبورۍ د حيواناتو سره د جنسي اړيکو قانوني محلونه جوړ کړي.
رپوټونه لولو چې د امريکا په انساني ټولنه کې زبردستي جنسي اړيکې له سګرټو څښولو نه عامي دي.
ويډيو ګانې ګورو چې د پاکستان انسان له مړو جسدونو سره زنا کوي.
خبر ګورو چې د افغانستان انسان خپل پلار وژني.
لنډه دا چې داسې داسې جرمونه چې ددې ساينس او ټکنالوجې په دور کې انسان کوي چې د تولې زمکې انسانيت ته بد ښکاري.
زه هغو ته وايم چې په انسان د حدودو مخالفين دي. تاسې ياست چې انسان مو داسې تيارې ته ور روان کړى.
د نړى د هر ګوټ انسان د انساني کرامت له مخې بعضې اخلاقي ارزښتونو ته قايل دى.ولې په لوى لاس د انسان د خوښې ارزښتونه له منځه وړئ.
که چېرې دود د انسان لپاره انسان په خپله نه غوښتل نو بيابه د دنيا هيڅ انسان د قانون او د عسکر په جوړولو فکر نه وى کړى.
صرف په خوله د انسانيت رمباړې وهونکي دې د انسان په محدودلو فکر وکړي.
او د حدود چوکاټ ته دې د داخېلېدو لپاره وهڅوي.

د محدود خوشحاله او مطمين انسان په هيله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery