مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نیم یم نیم نه یم

صمیم سحر


هر څوک باید له ځانه سره داسي فکر وکړي چي زه نیم یم نیم نه یم له فکره څخه وروسته به بیا هم ورته دا سوال پیدا کیږي چي نو زه ولي نیم یم او نیم نه یم خو که په عامه اصطلاح باندي دې ژوند ته وګورو په تېره بیا د افغانستان خلک باالخصوص زموږ پښتانه هر یو پوره پوره دی هیڅ نیم نسته پکښي د افغانستان له ختیځه څخه تر لویدیځه پوري که وهم ګورې نیم به پیدا نه کړې او که داسي ووایم چي ټول نیم یو پدې خبره هم راسره قانع اوسئ.
پدې باندي خو انسان پوره نه معلومیږي چي دبدن ټول غړي دي یې پوره وي هیڅ کمي دي یې نه وي انسان په خپل ژوند کښي باید له هرڅه څخه پوره وي د ښه علم خاوند وي ، ښه صحت ولري ، د خدای(ج) په هره لاره باندي خبر وي ، ښه ژوند ولري ، خپل ځان ،خپل قوم ، خپل هیواد او خپل راتلونکي ژوند ته مثبت فکر ولري ، او په خپل راتلونکي ژوند کي د ځان لپاره هدف ولري وروسته موږ هغه کس ته پوره انسان ویلی سو.
چاچي په خپل ژوند کي د ځان لپاره هدف نه وي ټاکلی ، د ځان لپاره یې مثبت فکر نه وي کړی هغوئ تل له سختو او زیاتو ستونزو سره مخ سوي دي ځکه چي هغوئ ته دا نده معلومه چي زه څه کوم او څه باید وکړم یوه ورځ د یو کار په لټه کښي وي بله ورځ د بل کار ، صحي ده چي د ماښام ډوډۍ به پیدا کوي شپه او ورځ به تیره وي خو په ستړیا، ځکه چي دی سبا دبل کار په لټه کښي دی دده په دماغ کي نور فکرونه راګرځي شپه او ورځ یې په فکر تیریږي هرځای که د دوو روپو خواري ورته پیدا سوه هم هلته ځي او هغه کوي ، ډیری افغانان له خپل هیواد څخه بهر تللي په نورو هیوادونو کي د مسافرت ژوند تیره وي که څه هم څوک نه غواړي چي له خپل هیواد څخه بهر ولاړ سي په خوارۍ پسي خو څه وکي مجبوره دی له هري خوا چي کیږي باید له خپل اولادو لپاره نفقه پیدا کړي که څه هم په افغانستان کښي کارونه نسبتاً نورو هیوادو ته لږ دي د بیکارۍ کچه دلته زیاته ده نو کولای سو دا ستونزه د تل لپاره لري کړو ، څومره زحمت چي په بل هیواد کي کاږو ، څومره کار چي د بل هیواد د خلګو لپاره کوؤ دا دلته په افغانستان کي وکړو د تل لپاره به دا ستونزه حل سي.
خیر که څه وخت دا ژوند لږ څه سخت تیرسي پروا نه کوي ستا راتلونکی ژوند ، ستا د نسل ژوند دا خوبه هوسا وي ستا نسل خوبه بل هیواد ته نه مجبوریږي د هغوئ ژوند خوبه هوسا ، آرامه او سوکاله وي، دا چي ټوله عمر پرما او زما پر اولادونو په خوارۍ ، ستړیا او مسافرۍ تیریږي خو دا یو یا دوه یا درې کاله دي تیر سي آینده خوبه مو سمه سي نو راسئ چي هریو د ځان لپاره یو هدف وټاکو یعني یو داسي کار ته مخه کړو چي هغه زما ، زما دنسل او ددې هیواد دټولو په ګټه وي ښه راتلونکی ولري وروسته موږ ځانونو ته پوره ویلی سو خو ترهغه وخته پوري نه ...... او بس
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery