مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ناد علي خلک: زورواکو مو ځمکې غصب کړې دي

احمد فیصل
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي، چې يو شمېر زورواکو يې ځمکې غصب کړې دي، په داسې حال کې چې تر شپېتو کلونو وړاندې اسناد يې په لاس کې لري. د يادې ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو په مرکز لښکرګاه کې خبريالانو ته ويلي، درېيو دولتي کسانو د دوى هغه ځمکې يې په زور نيولې، چې ۶۲ کاله وړاندې د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال ورکړل شوې دي. لښکرګاه ته راغلو کسانو کې د فضل احمدي په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې ۸۴ جريبه ځمکه چې د هغه وخت دولت دوى ته ورکړې، کورونه او باغونه هم ورته جوړ کړي او په املاکو کې ثبت ده. ده زياته کړې، د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې د مجاهدينو د حکومت پر مهال درېيو کسانو طالب حيدري، ملا خاکسار او ملا وزير په زور ځمکې ترې لاندې کړې او تر څنګ يې سل جريبه دولتي ځمکه هم غصب کړې ده. د پاينده محمد په نوم يوه بل قومي مشر ويلي، دوى په نادعلي ولسوالۍ کې ناقل دي او خپله ځمکه يې د اسنادو پر بنسټ چې په لاس کې يې لري، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بېرته له زورواکانو را وګرځوله، خو د اوسنۍ ادارې په راتلو سره، يادو کسانو له خپل واک څخه په ګټې اخيستو د دوى ځمکې بېرته ترې نيولې دي. د هغه په خبره، اوس يې د املاکو او ټولو ادارو پر اساس کې ملکيتونه د دوى بللي او تاييد کړي يې دي او ژمنه يې ورکړې وه، چې ډېر ژر به يې ورته وسپاري، خو اوسمهال يې يو ناڅاپه دوى ته ځواب ورکړى، چې دا ځمکي د دوى نه، بلکې دولتي دي او هغو کسانو دولتي ځمکې لاندې کړې دي. د حاجي محمد خان په نوم هم يوه بل تن هم ويلي، ياد کسان له نورو سيمو د خپل قدرت پر مهال راغلي او د دوى له بېوزلۍ يې ګټه پورته کړې ده. ده زياته کړې، په املاکو کې د دوى ټول اسناد تاييد شوي، خو زورواکو اوس بيا دعوه پيل کړې، له خپل زور او پيسو يې کار اخيستى، د املا کو او ولايت نورو ادارو يې ځمکې ته د دولتي ملکيت بڼه ورکړې ده. دى وايي: "نور نو موږ په تنګ شوي يو، زموږ لسګونه ځوانان به د ځمکي پر سر ودرېږي او هر چا يې که مخالفت وکړ، د سرونو په بيه به يې مخنيوى وکړي، چې بيا به د دې ستونزې مسووليت د اړوندو دولتي ادارو وي." بلخوا په لښکرګاه کې د املاکو د ادارې مشر قدرت الله شرافت مني، چې د نادعلي د خلکو اسناد سم دي او له دوى سره د راجستر په کتاب کې هم ثبت دي او له هغه وخته چې دوى ته يې مراجعه کړې، د اسنادو پخلى يې ورته کړى دى. ده زياته کړې، يادو کسانو ته دغه ځمکې په قانوني ډول ورکړل شوې دي، خو دا يې هم ويلي، چې د يادو خلکو له قانوني ځمکو تر څنګ دولتي ځمکي هم شتون لري. د هغه په وينا، دوى د نادعلي د خلکو د قانوني ځمکو پخلى کړى او اوسمهال يې پر وړاندې خنډ د ولايت مقام اچولى، چې دوى يې هم په اړه ډېر معلومات نه لري. د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم بيا په دې اړه وايي: "دواړه خواوې اسناد لري، دوى به يې وګوري، کومه ډله چې پر حق وه، ځمکې به ورته وسپارل شي او د مقابل لوري لاس به ترې لنډ کړي." نوموړي زياته کړې، پر يادې موضوع کار کوي او يو مسلکي پلاوى به سيمې ته هم ولېږي، څو هر څه ښکاره او حق په حقدار وسپاري. د يادولو ده چې په دغه ولايت کې سلګونه زره نورې دولتي او نادولتي ځمکې هم د يو شمېر زورواکو له خوا غصب شوې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery