مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د رایو د تفتیش پروسه د ۲۴ ساعتونو لپاره وځنډېده

احمد فیصل
د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو د ټولو رایو د تفتیش بهیر ۲۴ ساعته نور هم وځنډېد. نا تایید شوي راپورونه وايي چې دغه ځنډ د یومانا په وړاندیز رامنځته شوی دی. سره له دې چې ټاکل شوې وه دغه بهیر سهار اووه بجې پیل شي؛ خو د عبدالله عبدالله څارونکي د ټاکنو کمېسیون ته نه دي ورغلي او له همدې کبله د تفتیش پيل ځنډېدلی دی. د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ویلي چې د ملګرو ملتونو له خوا د رایو د ابطال په کړنلاره کې د دوی غوښتنې نه دي ځای پر ځای شوې له همدې امله دوی د تفتیش د بهیر له پیل سره مخالف دي. د دې ډلې یوه ویاند ویلي چې اوس یې هم تخنیکي ډله د یوناما له چارواکو سره خبرې کوي او تر څو چې دا خبرې یوې پایلې ته رسېږي باید د تفتیش بهیر پيل نه شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery