دخپریدو نیټه : 2014-08-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امنیتي چارواکي: په حصارک کې د نښتې پر مهال ۵۰ وسله وال وژل شوي
احمد فیصل
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د نښتو او هوايي بريدونو پر مهال ٥٠ وسله وال وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي. د ننګرهار امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد وایي چې تېره شپه سلګونه وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ پر مقام او څو پوستو بريدونه پيل کړل. د شېرزاد په وينا، د بريدونو پر مهال د ايساف چورلکې هم سيمې ته را ورسېدې او پر وسله والو يې بريدونه وکړل، چې ياده مرګ ژوبله ورته واوښته. امنيه قوماندان وايي چې د پاکستان څارګرې ادارې او پوځيانو د دغو بريدونو پر مهال د وسله والو طالبانو مرسته او همکاري کوله. شېرزاد زياتوي چې د وسله والو طالبانو مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي. بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د حصارک په جګړه کې وسله والو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ، خو وايي چې تر ٣٠ ډېر پوليس وژل شوي دي. د مجاهد په خبره، چې د پوليسو څو پوستې يې هم نيولي او تر اوسه د دوى په ولکه کې دي، خو چارواکي دا ادعاوې ردوي.