مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د يوې جنګځپلې لېسې زړور مدير

نورالله غازي يار

 


 
 د پکتياولايت، د آريوب ځاځيو ولسوالۍ د روکيان په سيمه کې د روکيان په نوم يوه ليسه ده، چې د سيمې په زرګونو تنه زده کوونکې پکې خپلې زده کړې کوي، (روکيان ليسه) په ټوله آريوب ولسوالۍ کې يو ښه او روښانه نوم لري، نوموړې لېسه هغه وخت لا زياته مشهوره او د سيمي دپام وړ وګرځيده، چې په ۱۳۹۰ کال کې يې د دوولسم ټولګې ټول زده کوونکې چې شمير يې شپاړس تنو ته رسيدو، د کانکور په ازموينه کې بريالي او د خپلې خوښې پوهنځيو ته لار پرانيسته .
روکيان لېسې له هغه راهيسي ډېر پرمختګ کړی، چې يو ځوان او د لوړ احساس درلودونکی کس ښاغلی (عجب خان عابد) يې د مدير په توګه ټاکل شوی دی، ښاغلي عجب خان عابد ددې لېسې د زده کوونکو لپاره له ځينو داسې لارو چارو کار اخيستی، چې دده د دندې پر خلاف دي؛ خو ده يوازې د زده کوونکو د سويې لوړولو ته پام کړی، چې له دغو څخه يوه يې هم چې کله د مسلکي ښوونکو کمی رامنځته شو؛ نو د دوولسم ټولګي ټول زده کوونکې يې کابل او نورو ولايتونو ته د کانکور د امادګۍ لپاره ولېږل، د نوموړي مدير همدا هڅې وې چې ټول فارغان يې په کانکور کې بريالي شول .
په دې تېرو څو کلونو کې روکيان لېسه له سختو دردوونکو پېښو سره هم مخ شوې ده، دوه تنکې زده کوونکې يې د امريکايانو په يوې بې رحمه بمبارۍ کې ټوټه ټوټه شول او له دې ورسته يې درې کسه ملازمان د طالبانو له خوا وتښتول شول او له سختو سکنجو وروسته د جاسوسۍ په تور ووژل شول . له دې پېښې وروسته نوموړې لېسه د پاڼ او پړانګ تر منځ ګېره شوه، تر څه وخته وتړل شوه، زده کوونکې يې وويرېدل او کورنيو هم خپل ماشومان له وېرې له له لېسې منعه کړل، ځينو ښوونکو خپله دنده پرېښوده او له وېرې له سيمي کډه شول؛ خو ښاغلی عجب خان عابد لاس تر زنې پاتې نشو، مشران او سپين ږيري يې راغونډ کړل، په طالبانو پسې تنګي پر تنګي وګرځيد، حکومت ته يې خپل سپيناوی وکړ، اخېر يې ولس يې په دې ډاډه کړ، چې بيرته خپل ماشومان لېسې ته ورولېږي .
په آريوب ځاځيو کې روکيان او شا وخوا سيمي داسې سيمي دي، چې تر ټولو نا امنه بلل کېږي، لوړ غرونه، په لسګونو درې، ازرې او د لوګر نورو نا امنه ولسواليو ته ترې تللې خامې لارې او سړکونه ددې لامل شوي، چې دا سيمه د حکومت له ولکې وکاږي او د طالبانو په مرکز بدله شي .
ښاغلی عجب خان عابد يوداسې کس دی، چې دا لیسه يې هيڅکله هم بنديدو او تړل کيدو ته نه ده پري ايښې، که ښوونکو خپلې دندې له وېرې پرې ايښي دي، عابد صاحب ډاډ ورکړی بېرته يې راوستي او يا يې ځای پر نورو ښونکي ډک کړی دی . د مشرانو يوه جرګه يې جوړه کړې، چې هغه په هر ستونزمن حالت کې پر خپلو خبرو او پرېکړو تر ټولو پيچلې مسئلې هم حل کولی شي؛ نو همدا لامل دی چې د روکيان لېسه په دې نا امنه سيمه کې لکه د لمر په څېر پر سيمې خپلې وړانګې خپرې کړي دي .
ښاغلی عجب خان عابد وايې : چې هر مدير که زما له لارو چارو څخه کار واخلي؛ نو که هغه هر څومره نا امنه سيمه وي ، لېسې او ښوونځي به پکې بند نه شي .
په دې سيمه کې چې د حکومت هيڅ واک پرې نه چلېږي او د طالبانو د ټوپک سيوری پرې خپور دی، دداسې يوې لېسې پاتې کيدل، د حيرانتيا وړ برېښي، چې کله زده کوونکي په شنه اسماني رنګه لباس کې د لېسې پر لور ځي؛ نو د سړي په زړه کې تېرېږي، چې که هر څومره ددې سيمي پر هسک د بارودو تور څادر خپور دی؛ خو نوموړي زده کوونکې به لکه ستورې ددې تورتم پرده وڅيري او خلکو ته به د روښانه راتلونکې ډاډ ورکړي .
د ښاغلي عجب خان عابد دې ډول زړورتوب او د سيمې لپاره د پوهنې په ډګر کې دده له زړه هڅې هيڅ د هيرولو نه دي، د ځاځي بابا ادبي ټولنه چې د آريوب يوه پيژندل شوې ټولنه ده او په لسګونه ادبي او پوهنيز کتابونه يې خپاره کړي دي، دوې مجلې (آريوب) او (توتکۍ) هم خپروي، شاغلي عجب خان عابد ته د زړورتوب او د په پوهنې په ډګر کې دده د زيار له کبله ستاينليک ورکړی .
که په نورو نا امنه سيمو کې هم د ښاغلي عابد په څير مديران په دندو وګمارل شي او د ولس او خپلواکو ټولنو له لورې ورته پاملرنه وشي؛ نو د ښوونځيو دروازې به هيڅکله هم بندې نه شي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery