مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ارزو!

خاطره اسحاقزۍ


 

غواړم چي له دې دُنیا پنا سمه
ولاړه د رښتیني ژوند پر خوا سمه

لیري د ظلمونو د تیارو څخه
لیري د وحشت ددې څپو څخه

بیا چي مي تر سترګو اوښکي رانسي
بیا چي مي د زړه ټوټې جلا نسي

رنګ د میني خپور په ټول جهان کي وي
ټول مفهوم په خټه د انسان کي وي

غوږ کي مو ږغونه د ناورین نه وي
بیا مو د غمونو نه زړه خوړین نه وي

هره کیسه سپینه وي ، رنګینه وي
ژوند د هر انسان بس مینه مینه وي.

 

 

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery