مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ډبل نومونه او غبرګ تخلصونه‎

 
ډبل نومونو او غبرګو تخلصونو ښه آسانتيا رامنځ ته کړې ده
 ليکوال: زمرى \"څرګند\"

 که څه هم انساني ژوند ورځ تربلي د عصري سیسټم پر لوري قدم اخلي او نژدې د نړۍ هره طبقه خلک ثانیه په ثانیه، دقیقه په دقیقه او ساعت په ساعت د ژوندانه د نوو آسانتیاوو د امید لاره څاري، خو په دې وروستیو کي د همدې عصري سیسټمونو په دوام اود بهترو آسانتیاوو د رامنځ ته کېدو پر لوري نړۍ د یوه بل رنګین زېري شاهدي ورکوي چي هغه ډبل نومونه او غبرګ تخلصونه دي چي نه یوازي يې په ژوندانه کي سهولتونه ايجاد کړي دي، بلکي نړۍ یې یو ډول په استراحت کړې ده، دا ځکه څو خلک په یوه نامه په ډېرو حالاتو کي انساني فکر متضرره کوي او حافظه کمزورې کوي، دا ځکه چي د یوه نوم په اورېدو سره انسان څو فکره کوي او بېلابېل نفر یې په دماغ کي څرخي او را څرخي، د دې ټولو سره- سره په اکاډمیکو برخو کي هم څه ستونزي ايجادولای سي، هغه نومونه کوم چي د ډېرو خلکو ترمنځ مشترک وي، خو له ښه مرغه په اوس وختونو کي ډبلو نومونو او غبرګو تخلصونو دا ستونزه له منځه وړې ده او د ژوندانه د نورو سهولتونو ترڅنګ یې یو ډول آسانتیا رامنځ ته کړې ده او په یوه وار سره انسانان ژر تر ژره کولای سي یو څو ک د غبرګو تخلصونو او یا نومونو په اورېدو سره دماغ ته راولي، دا د ډبلو نومونو او غبرګو تخلصونو برکت وو چي ګټه یې تر ډېره تر انسانانو پوري محدوده وه، نو په دې سره باید د نړۍ هر سړي ته زېرى ورکړو چي راسئ د ځان د آسانتیا او نړۍ ته د یوه نوي ابتکار له مخي د ځان له پاره ډبل نومونه او غبرګ تخلصونه انتخاب کړو، ترڅو په دې سره مو آسانه لار رامنځ ته کړې وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery