مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دهلمند تاريخي ځايونه د ورانيدو له ګواښ سره مخ دي

هلمند مدني ټولنه

 

هلمندکي لسګونه تاريخي کلاګاني شته چي زرګونه کلونه تاريخ لري چي له دغو کلاګانو نه يي مهمي دهلمندبست کلا، سلطان محمودغزنوي ارګ ،قلعه سبز او زمينداوريي هغه کلاګاني دي چي دهيواددتاريخ بيان کوي
 
هلمندکي دغه تاريخي کلاګاني ديوشميرزورواکو،سيلابونواو دسيمي د خلګو له لوري د ورانيدو له ګواښونوسره مخ دي

دهلمندبست کلا دهلمندسيندترغاړي پرته ده چي ۵۰۰۰ زره کلن تاريخ لري او ددغي کلاساتني ته تردي دمه نه هم د تاريخي ابداتو ساتني نړيوالي او نه هم کورني اداري ددغي کلا د ساتني په برخه کي څه کړي دي

 که چيري ديادي کلا ساتني ته پاملرنه ونه سي ښايي په راتلونکو څو کلونوکي ياده کلا بيخي لمنځه لاړه سي او ډير ژر ورانه سي چي علتونه يي د سيمي د خلګو نه پوهاوي او دهلمندسيند داوبو مخ ته راتګ دي چي دغي کلا ته نيږدي سوي او يوشميرديوالونه يي د نړيدو له ګواښ سره مخ سو يدي

زمينداورکلا چي ددي ولايت په شمالي ولسوالي کي پرته ده دبهرنيوکسانو له لوري خودسره پلټنه او داطلاعاتو او کلتوروزارت له لوري تاريخي کلاګانو ته نه پاملرنه هغه  څه ده چي تاريخي ځايونه دلمنځه تلو له ګواښ سره مخ سوي دي
هلمندمدني ټولنه ياد وزارت په بي غوري تورنوي او غوښتنه تري کوي چي ددغه تاريخي ځايونودساتني ترڅنګ دي د خودسره پلټنو مخه ونيسي ترڅو په سيمه کي شته تاريخي اثارلمنځه لاړنسي

هلمندمدني ټولنه پرافغان دولت او امنيتي ځواکونو ږغ کوي چي ددغسي ځايونودساتني ترڅنګ د بهرنيوکسانو مخه دي ونيسي ترڅوزموږ تاريخ لمنځه لاړنسي

دهلمندمدني ټولنه پريونيسکو نړيوالي اداري ږغ کوي چي ددغه تاريخي ځايونو د لمنځه وړلو د مخنيوي ترڅنګ دي ددي تاريخي ځايونو ساتني ته پاملرنه وکړي ترڅو دهلمندتاريخي سيمي خوندي وساتل سي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery