مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کورنيو چارو وزارت د بستونو لیلام

 ليکوال: نور محمد شرنوال


 د پکتيکا ولايت په محلي اداره کې د پراخ اداري فساد په اړه که څه هم په بيلا بيلو رسنيو او ويبپاڼو کې راپورونه خپاره شول خو چا ورباندي غوږ ونه ګراوه تر څو د ارګون پيښه رامينڅ ته شوه
 د پکتيکا ولايت په محلي اداره او په ځا نګړي ډول په امنتيي ادارو کې پراخ اداري فساد ولايت د سقوط له تهديد سره مخ کړي پدې ولايت کې وسله وال مخالفين د ولايت د امنيت لپاره دومره جدي ګواښ ندې لکه چې اداري فساد
 د پکتيکا ولايت د اصلاحي شورا غړې مولوي معصوم وايي چې دلته پوليس ګزمې نه کوي د پوليسو معاشونه اعاشه او تيل غلا کيږي او چې څومره فاسد مامور وي په همغه اندازه په قوت سره حمايه کيږي ښاغلې معصوم وايي همدا د غلا پيسو څخه يوه برخه مرکز ته يوه برخه طالبانو ته باج او بله برخه بيا محلي اداره پخپلو مينځو کې سره ويشى نوموړې همدارنګه وايي د پوليسو رينجرې وسلې او حتى ټانکونه طالبانو ته سپارل شوي خو څوک ېي پوښتنه هم نه کوي ولايتي شورا ته نوماند د خيرکوت ولسوالۍ پخوانې ولسوال حيدري بيا واېي د کورنيو چارو وزارت لپاره د قوماندانانود مقرريدو معيار ډالر دې دلته تعهد او لياقت معيار ندې ښاغلې حيدري وائي ددي ادعاثبوت مې دادي چې دوهم سرحدي کنډک قوماندان امان الله چې د وسله الوطالبانوسره له نږدې اړيکي لرلې او په منطقه کې د جنايتکار او غله په نامه شهرت لري او په خپل ژوند کې عسکري هم نده کړي د کورنيو چارو وزارت د پيسو په مقابل کې هم ورته نطامي رتبه او هم يي د اووم سرحدي کنډک چې يو ډير فعال کنډک ؤ د قوماندان په صفت مقرر کړ.نوموړې وائي تعجب کوم دکورنيو چارو وزارت ولې د سپين ږيري د مقرري پرمهال دده د سابقې په اړه له چا پوښتنه ونکړه حيدري وائي امان الله د کنډک ديارلس زره ١٣٠٠٠ليتره تيل هره مياشت د فيروز په نامه د يو پيترول پمپ په مالک خرڅوي .ډيرې تشکيل ددي کنډک د کاغذ په مخ شته او عملآ نشته معاشونه ېي د امان الله شخصي جيب ته ځي او همدارنګه د ISAFپاتې سامانونه ېي هم خرڅ کړل ګزمې نکوي او زامن ېي د ټوليو قوماندانان مقرر کړي چې د منطقې خلک ورڅخه تر پوزي راغلي او په لوي لاس خلک طالبان کوي چې په نتيجه کې د ولس همکاري له پوليسو سره له مينځه تللي .نوموړې وائي نه يواځي امان الله بلکې د ګوملې د کنډک قوماندان چي د خپل پلار په قتل کې يي لاس لره چي عبدال اول نوميږي هم د پيسو په مقابل کې مقرر کړ
 د پکتيکا ولايت د ولايتي شورا منشي عبدالغني دا تائيدوي چې امان الله يوه ډيره بدنامه څيره چي د وسله والو مخالفينو د قوماندانانو سره له نږدي اړيکي لري مقرريدو حيران کړي نوموړې وائي چې کله نه چې امان الله د کنډک د قوماندان په صفت مقرر شوي اووم سرحدي کنډک ېي فلج کړې او د سختو بي نظميو سره مخ دي .د قومي مشرانو رټل او سپکول ېي پيل کړي اوطالبان ېي د ولسوالۍ خولي ته راورسول نوموړي وايي که د کورنيو چارو وزارت موضوع جدي تعقيب نکړي اووم سرحدي کنډک به له خپلو ټولو وسائطوسره د طالبانو لاس ته ولويږي
 د ارګون د ولسوالۍ اوسيدونکې احمدولي خروټې بيا وائي مونږ چاته وژاړو څوک مو غږ نه اوري رئيس جمهور زمونږ فاتحي ته راغلې ؤ خو وائي هم يو تن سپين ږيري ته وظيفه ورکړه چې د دوي صفتونه وکړي او ورته رتبې وغواړي مونږ ډير مايوسه شولو زمونږ دي خداي مل شي.
يوه امنيتي سرچيني چي د نوم د ښودلو نه ېي ډډه کوله وويل امان الله د پکتيکا د اووم سرحدي کنډک د قوماندان په اړه چې له وسله والو مخالفينو سره له نږدي اړيکي لري راپورونه شته او دا هم مني چي نوموړې د ټولو مقررکړي خلک په غيري قانوني ډول مقرر شوي
 حاجي ابراهيم ولايتي شورا ته نوماند بيا وائي امنيتيان او طالبان پخپلو کې سره جوړ دي خو غم يي بيا ولس ته جوړ کړي که د پکتيکا وضعيت کنټرول نشي کيداي شي چي ولايت سقوط وکړئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery