مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

علت

اشنا

 

 د ګل بوټی په اوبو باندې ښیراز شي
 هـر ځلمی په نارینتوب سره ممتاز شي

 د ښیسته پیغلې ښکلا هله څو چند وي
 چی ملګری ورسره دې ښایست کې ناز شي

 د هر څه خوي او خاصیت د خپل اصلیت دی
 ممکن نه ده چې ټپوس به چېرې باز شي

 دا د کوم علم قانون کـوم مهارت دی
 چې سرکوزی به کوم وخت هم په پرواز شي

 انسانان به هله خلاص له بدمرغۍ وي
 چې حقونه یي مساوي په یوه راز شي

 د ملت بریالیتوب په دې کې پروت دی
 چې دښمن ته په یو سوک په یو اواز شي

 هر معلول لري علت فلسفـه واي
 دوه مین چې کړي جدا هغه غماز شي

 په انجام کې د حاصل هیله هله وي
 چې کرکیله په کوم وخت چرې اغاز شي

 استبداد چې وي موجود ظالم مظلوم وي
(اشنا) کله به دوي یو تر بله ساز شي

 شاعر-ارواښادسیف الرحمن(اشنا)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery