مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دسیاست مزه

محمود نظری


 کب په اوبو کې هر وخت وي تازه
 په سیاست کې هر وخت وي مزه
 که دي یوړه رییس که کنه صدراعظم
 دا مسلک مازی غواړي خوړینه خړیته پزه

***

له حیوانه ګیله

 انسان نه دی چې له حيوانه سره لانجه کوي
 انسان نه دی چې له حیوانه سره خوله کوي
 هرڅه چې کولای سې کوه، خوره او وړه یې
 حیوان سه څوک له حیوانه کله ګیله کوي

***
نننی سیاست

 غلو ته دورځي دوه ځله سلام کوه
 لوچکانو ته هر وخت احترام کوه
 ړوند اوسه څه ويښ څه ويده !؟
 سیاست همدا دی کارونه د غلام کوه

***
سیاست
 ګلمرجانه د سپږې لپاره پو ستين مه سوزه
 دبې شرمه واک لپاره دا وطن شیرین مه سوزه
 دا د موازي دولت اله بله پریږده بد ډوله
 دسیاست په ترخه مرچکوخپل تا نشین مه سوزه
***
علی بابا ګان
 راویښ سه افغانه! ولې کرار ویده یې
 له ډیره خوبه اږمۍ باسې ساده باده یې
 غله ټوله په سیاست علی بابا ګان سو ه
 ته لا د هغو ډوډۍ پخولو ته رپیده یې
***

سم سړی سه
 هر وخت دی چر چر دی یاره باوله
 په خبرو کې دی قر قر دی اله بوله
 سم سړی سه د څوکۍ فقر پریږده
«کیری» ته دی هره ورځ ځر ځر دی بدجوله
 کیری :جان کیری( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery