مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

تروريستي حملې زموږ مورال نه سي کمزورى کولاى


 ليکوال: زمرى \"څرګند\"

په ډاګه وایم چي زموږ پر ملي مشرانو تروريستي حملې زموږ فولادي مورال نه سي کمزورى کولاى.
افغانستان که څه هم د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کي بېلابېلي ترخې او خوږې لیدلي دي او په ډېرو حالاتو کي یې ډېر څه زغملي دي او ناخوالو تر خپل ناوړى سیورى پر غوړولى وو او خوږو خاطرو یې بیا په درځنونو غمونه د ځان سره ملګري کړي وه، خو که خوږې خاطرې یادي نه سي، هم به ښه وي، ولي چي زموږ یوه خوشحالي له ځانه سره په درځنونو غمونه لري چي یوه هم له همدې سترو ناخوالو څخه په تېرو څو لسیزو کي زموږ د ملي مشرانو مشخصول دي چي د مختلفو لارو څخه په استفاده ورته بې شمېره ګواښونه متوجه سوي دي.
له جملې څخه يې هغه مشران کوم چي زموږ له پاره تر ټولو ښه نمونه بلل کېږي، ډېر ژر له منځه وړل دي، لکه: ښه استاد، ښه ډاکټر، ښه انجینر او همدارنګه د ټولو اکاډمیکو شخصیتونو څخه نیولې بیا تر اولسي مشرانو، قومي مخورو، ديني عالمانو او عامو افغانانو پوري کوم چي په اولس کي لږ د دوستۍ څرک ولري، ډېر ژر په ګوته کول او ورته بېلابېل ګواښونه متوجه کول، هغه څه دي چي موږ یې خورا ښه بخت لرو او زموږ د چوپتیا علت دئ چي همدې بدمرغۍ زموږ په منځو کي يې ځاله کړې ده او ترنن ورځي پوري یې ښکار سوي یو، چي په دې کي هم یو شمېر خلک خپله خوښي لټوي، خپل ژوند سموي او د خپلو اولادونو له پاره د ښې آیندې فکرکوي، ولي دوی ته معلومه ده چي کوم خلک په غفلت کي وساتل سي، هغه د دوی له پاره ډېر ګټور تمامېدلای سي، دوی دا فکر نه کوي چي اوس او تېر وختونه فرق لري، که څه هم په اوسنیو وختونو کي زموږ د سواد کچه په مقایسوي حالت د پخوا په تناسب ډېره لوړه سوې ده او خپل حقه حقوق مو پېژندلي دي، خو بیا هم ځیني خلک د پخوا پر فکر سربېره زموږ مشرانو ته د دومره سواد سره- سره تکلیفونه رسوي چي دا کار زموږ جدیت ته اړتیا لري او په وړاندي یې باید رښتينې مبارزه وسي.
خیر دئ که پردي خلک او یا زموږ په منځو کي منفي مفکورې ته ورته خلک زموږ بقا او زموږ پرمختګ نه سي زغملای خو دومره دي دوی ته یاده وي چي نور زموږ مورال ډېر قوي دئ، زموږ فولادي عزم ډېر کلک دئ او زموږ ملي احساس او اسلامي عقیده کوم چي د خپلو خلکو د ساتلو، د خپل ګران هیواد د آبادولو او د دې ټولو سره په څنګ کي په خاص ډول د خپلو پتمنو مشرانو د احترام له پاره چي کوم څه لرو، هغه نور په ډاګه وايو چي هیڅوک يې زموږ څخه نه سي اخیستلای.
که موږ سره يو نه سو، نو پردي زموږ د خپلو په ملتیا هر څه کوي، خو دومره دي ورته یاده وي چي افغانانو خپل دښمن خالي نه دئ پرې ایښى، که اوس څه نه ورته وایي، په تاریخ کي دا په اثبات رسېدلې ده، چي افغانانو هر دښمن پرګونډو کړى دئ، له خپل هیواد څخه يې شړلى دئ او کوم داخلي دښمنان چي پکښې وه، لاسونه يې په داسي ډول لنډ او پرې سوي چي دوی یې په تصورکولو کي پاته راغلي، نو په دې خاطر باید دې اصلي ټکي ته ټول هغه منفي نظر لرونکي خلک متوجه سي چي نور د افغانانو په زورولو کي خوند نسته، نو ښه خبره به داوي چي نور د افغانانو تاریخ وکتل سي او د دوی د تاریخ په برکت سره ورته د هر افغان ژوند مهم وګڼل سي چي په دې سره به یې سمه لاره په مخه کړې وي.
که داسي ونه کړي نو زموږ د ټولو افغان ځوانانو دا اعلان دئ چي که هر داخلي او خارجي دښمن منفي فکر ولري، موږ به د خپلو پاکو ارادو او قوي عقیدو پراساس ورته د حق مبارزه وښیو.
نو ښه خبره ده چي زموږ د ژوند او بقا په چارو کي لاس وهنه ونه کړي، که چیري په دې برخه کي لاس وهنه وکړي، نو منفي پايلي ته دي يې انتظار وباسي او په راتلونکي کي به پر خپلو لاس وهنو او منفي کړنو باندي پښېماني څرګندوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery