مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په پکتیا کې ځينې کړۍ په ځوانانو تجارت کوي !


 

ځوانان ، د ټولنې مهم قشر دی ، ددغه مهم عنصر په نوم په نړۍ کې د ځوانانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي نن په پکتیا کې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د له لورې د څو مشخصو کسانو په ګډون دغه ورځ ولمانځل شوه ، پرځای ددې چې په دغه ورځ ځوانان یووالې ته وهڅول شي ، د تفرقې ذهنیت ورته ورکول کېږي .
د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغې ورځې ته یواځې یو څو محدود او مشخص ګروپونه چې، ددوی ګټې پکې خوندي دي را دعوت کړې وو او دوی تل دغه کار تکراروي .
کله چې موږ د مدني ټولنو او ځوانانو سره اړیکه ونېوه ، نو ټولو راته وویل ، چې موږ د ځوانانو نړیوالې ورځې ته نه یو بلل شوې نو پوښتنه دادی چې د پکتیا ځوانان ، فرهنګي ټولنې نه دي خبر نو دغه ورځ چا او د څه لپاره ولمانځل کېږي .
داسې ښکارې چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دې کار څخه موخه نور اهداف دي دوی غواړي چې دداسې سمبولیکو پروګرامونو په وسیله یو اندازه پیسې لاس ته راوړي ، موږ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه کار غندو د پکتیا د ځوانانو سره ژمنه کوو چې موږ به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خپلسري کارونه بندوو .
دوی پرځای ددې چې ځوانانوته ښوونیز ، دظرفیت جوړونې او یوالې پروګرامونه جوړ کړي نفاق ته لاره هواروي او د یوې خاصې ډلې لپاره کار کوي او په ځوانانو سوداګري کوي .
له ټولو مهمه او د پوښتنې وړ خبر خو لا دادی چې دوی ډېری وخت خپلو پروګرامونو ته د نامشخصو ادرسونو څخه ځينې ښځينه را دعوت کوي او پروګرامونه ورته جوړوي موږ به ددوی دغه ناروا کړنې ډېر ژر د پکتیا د والي او ولایتي شورا د غړو سره شریکې کړو که چا مو غږ وانه وريده تر مرکزه به خپل غږ ورسوو .
د لويې پکتیا فرهنګي ټولنې اداره

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery