مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بې شرمه ډله

محمود نظری


 

 

 دسپې چې سړی وځغلې واخلي باټ
 چې مځکې ته لاس کړې سي په تراټ
 بې مخه اوبرند سړي لکه سپي دي
 مخ ختا وځه ددې سړو په ساټ باټ
***
دنن ورځ چالاکي ده له پردو سره په ټینګه اړیکه
 دبل په کشک ځړیږي دلته دسیاست هر کوناټ
 په پیشي پیشي کیدل خپل حق نه اخیستل کیږي
 دا ډیروي دلغړی سیاڼه بریښنا تر میګاکیلوواټ
***
له سپي سره باید انسان هم سپی سي
 د پړپړه کار سره باید وچلول سي پاټ
 که له ویرې دولت چا ته څه و نه وایي
 تل به روان وي هلته هر ډول لوټ پاټ
***
نن دولتونه دهغه چا خبره مني
 چې وښیي هغو ته خپل ټاټ باټ
 رښتیا کله اوس په دنیا کې چلیږي
 دهغه چلیږی چې لري بهرنی دچاقو باټ
 پاټ( چل)،لوټ پاټ (تالان)،ساټ باټ ( سینګار)، کوناټ ( غټ کوناټی)،ناټ ( شوق)، ټاټ باټ (نخری ا و شان اوشوکت)،باټ (د کاڼې هغه څرخ چې توره، چاړه، چاکو، بياتي او نور باندې تيره کېږي)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery