مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د حرص زیانونه!!

 

وای یو وخت په یوه کلي کي یوه غریبه کورنۍ وه. پدې کورنۍ کي یو خاوند او یوه یې ښځه وه. خاوند په عمر زوړ او ضعیفه ؤ، لاکن ښځه یې ځوانه، د سپوږمۍ په رنګ شغلې پکښي ښکاریدلې.

د غریبۍ له وجهي ښځي به هر وخت د خپل خاوند سره شخړه او جنجال کاوه. یوه ورځ شخړه جریان درلود چه یو سړی ددوی د کور ترڅنګ تیریدی، چه ګوري په کور کي د ځواني نجلۍ او د بوډا ترمینځ جنجال دی. بوډا بیچاره له ډیر درد او تنګدستۍ نه د کوره ووت. پدې حال کي هغه سړی یې کور ته راغلی او وه ښځي ته یې وویل چي: تاسو داسې ښکلې نجلۍ او ددغه غریب بوډا سره!!!

سړي وویل: زما سره بیخي ( زیاتي) پیسې دي او څوک نه لرم چه مصرف یې کړي. که چیري ته زما سره واده وکړې نو زه به هر څه تاته درکړم او ژوند به دواړه راحتي تېر کړو.
ښځه موافقه سول او له کور څخه یې ټوله مهمات (زر او کالي) راواخیستل او رهي سول.
ګوري چه په لاره کي رود راغلی. بیګانه سړي وه ښځي ته وویل: زه به په آب بازۍ ترهغه غاړي واوړم ترڅو یو کښتۍ او یا یو بل څه پیدا کړم. ښځي په خپلي خوشحالۍ کي نابینا وه، ورسره ژر قانع سوه.
سړي بیا وویل: اوس خو ما اوتا واده کوو او اعتماد به کوو. سړي په چم لاره جوړه کړه. بلاخر دغه سړي ورته بیا وویل چه سامان دي هم راکړه چه زه یې پر اوږه کړم هڅي نه کوم غل یا ډاکو راشي او درڅخه یو یې سي.
ښځي ټوله خپل شیان ورکړل.
سړی چه کله تر رود واوښت نو بیا را وه نه ګرځید.

نیم ساعت تیر سو چه ښځي یو چِغال ولید چه د غوښي ټوټه یې په خوله کي د رود پر غاړه روان دی. لږ تیر سو چه د چِغال سترګي پر غټ ماهي ولګید نو ژر یې غوښه پریښود او ماهي ته ور منډه کړل. پدې حال کي باز راغلی غوښه یې پورته کړه او ماهۍ د باز په تېز حرکت سره هم ګړندۍ سو او د اوبو تل ته لاړ. چِغال وچه خوله پاته سو.
ښځي چه دا منظر ولید نو دځان سره یې وخندل چي های افسوس داخو زه وم چي حرص مي وکړ، هم مي قیمتي سامان له لاسه ورکړ او هم مي خپله مینه(خاوند)

مـــــورال: هیڅ وخت د حرص په چلناکه او دوکه لرونکې دروازو ښه راغلۍ مه کوئ، ځکه حرص یواځنۍ لاره ده چي د ښو سره مطلقاً قاطع ده. او سړي ته د فزیکي خواهشاتو بدبویه منظر په مثل د مشقو څرګند کوي.

لیـــــکنه: رحـــمت الله \"پښتون

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery