دخپریدو نیټه : 2014-08-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملي امنیت په کابل کې ۵ وسله وال نیولي
احمد فیصل
ملي امنيت په کابل ولايت کې هغه پنځه وسله وال نيولي، چې د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه يې د ډله ييز بريد هوډ درلود.د دغه رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له يادو کسانو سره يې له چاودېدونکو توکو ډک سراچه موټر او ډېرې وسلې نيولې دي.په خبرپاڼه کې د نيول شوو د هويت او د نيولو د سيمې په تړاو څه نه دي ويل شوي، خو يادونه شوې چې دغه کسان د درېيو ترهګرو شبکو غړي دي.د اسد ٢٨مه د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده، چې ټاکل شوې په کابل او ولايتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترځ کې ونماځل شي.