مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-18   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ناپېژانده وسله والو په کابل کې د يوه خصوصي شرکت رييس وژلی

احمد فیصل
ناپېژانده وسله والو د کابل د لسمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د يوه خصوصي شرکت پر رييس بريد وکړ او ويې واژه. د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي وويل، چې دغه پېښه نن شاوخوا ١١ بجې رامنځته شوه.ستانکزي د وژل شوي تن هويت او خصوصي شرکت په ډاګه نه کړ او زياته يې کړه، چې بريدګر تښتېدلي دي. هغه زياته کړه، چې د دغه خصوصي شرکت رييس د وسله والو په بريد کې ټپي شوى و، خو روغتون ته تر رسېدو مخکې يې ساه ورکړه. د امنيه قوماندانۍ وياند د معلوماتو له مخې، د خصوصي شرکت رييس په هايلکس موټر کې سپور و، چې په کرولا موټر کې سپرو ناپېژانده وسله والو پرې ډزې وکړې.د پېښې په ځاى کې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، يوه تن غوښتل يوه اندازه پيسې په خپل هايلکس موټر کې د کابل نوي ښار له مدينې بازار څخه د سليم کاروان پر لور ولېږدوي، خو په دوو کرولا موټرو کې د سپرو وسله والو له بريد سره مخ شو. د نوي ښار يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې په ډزو کې د پېښو لېږدونکي تن په ګډون دوه نور ملکي وګړي هم له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې ټپيان شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery