مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وسله والو طالبانو د فاریاب پر دوو ولسوالیو حملې کړې دي

احمد فیصل
راپورونه وايي وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت پر دوو ولسوالیو پراخې حملې کړي او زیاتې سیمې یې نیولي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې طالبان توانېدلي چې د فاریاب د قیصار او المار ولسوالیو زیاتې برخې ونیسي. همداراز طالبانو په غورماچ ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي دي. غورماچ اصلاً په بادغیس پوري اړه لري خو موقتاً له فاریاب سره تړل شوې ده. د فاریاب ولایت چارواکو له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو څخه غوښتنه کړې چې دغو ولسوالیو ته فوراً کومکي ځواکونه ولېږي. له راپورونو سره سم له تېرو دریو ورځو راهیسي د فاریاب او بادغیس ترمنځ لاره بنده ده ځکه چې لاره وسله والو طالبانو نیولې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery