دخپریدو نیټه : 2014-08-19 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
طالبانو د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د مبارکي پیغام خپور کړی
احمد فیصل
وسله والو طالبانو د هېواد د خپلواکۍ د ٩٥مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړى او ولس ته يې د دې ویاړمنې کارنامې مبارکي ويلې ده. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له اوس نه ۹۵ کاله وړاندې په سختو شرايطو کې، افغان ولس د برتانوي ښکېلاک پر وړاندې د خپلواکۍ غږ اوچت کړ. دوى زياته کړې، په داسې حال کې چې افغان ولس د وسلو او امکاناتو له پلوه کابو تش لاس وو، خو بيا يې هم انګرېزانو ته په ټولو جبهو کې ماتې ورکړه، چې له امله يې هغوى اړ شول، چې د افغان ولس بشپړه خپلواکي په رسميت وپېژني. طالبانو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو اوسنى شتون، اشغال بللى او ويلي دي، چې د تېر دیارلس کلن بهیر کې یو زیات شمېر بهرني ځواکونه تېښتې ته اړ کړای شوي دي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.