مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر کرزي هېواد والو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه

احمد فیصل
ولسمشر کرزى د ټاکنو د پايلې د ژر اعلان تر څنګ له پاکستانه غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې له ورانکاريو لاس واخلي. کرزي دا څرګندونې نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو د پنځه نويمې کليزې په نمانځغونډه کې وکړې. په يادو مراسمو کې پر ولسمشرکرزي او نورو دولتي چارواکو سربېره د ولسمشرۍ دواړه کاندېدانو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله هم برخه اخيستې وه. کرزي په خپلو لنډو خبرو کې د خپلواکۍ د ٩٥ يمې کليزې په مناسبت هېوادوالو ته مبارکي وويله هغه يې د افغانانو د ملي يوالي او قربانيو پايله ياده کړه. ولسمشر زياته کړه، کله چې انګريزانو په افغانستان يرغل وکړ؛ نو ټولو افغانانو په ګډه له خپل هېواده دفاع پيل کړه او خپلواکي يې ترلاسه کړه. ده له افغانانو غوښتنه وکړه،چې د هېواد د پرمختګ لپاره لاسونه يوکړي او له يوالي پرته به د نړۍ د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شي . ولسمشر هيله وښوده،چې ډېر ژر ټاکنو وروستۍ نتايج معلوم او هغه هوکړه ليک پايلې ته ورسېږي، چې د دواړو کاندېدانو ترمنځ لاس ليک شوى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery