دخپریدو نیټه : 2014-08-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
خپلواک: یو شمېر کړۍ په سوله ييزه توګه د سياسي واک د انتقال مانع ګرځي
احمد فیصل
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير وايي، يو شمېر کړۍ او د افغانستان مخالفين هڅه کوي، چې سياسي واک په سوله ييزه توګه انتقال نه شي.ډاکټر محمداکرم خپلواک غوښتنه کړې چې دواړه کاندیدان بايد د ټاکنو پايلو ته غاړه کېږدي. دى وايي نوی ولسمشر به د سولې په پروسه کې برخه واخلي او هڅې به وکړي، چې وسله والو طالبانو ته د خبرو اترو زمينه برابره کړي.