مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-20   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په ارزګان کې د پوليسو سيمه ايز قوماندان وژل سوی دي .

لودين

د اروزګان ولايت د چار چينو ولسوالۍ په لوړ دوان سيمه کې د پوليسو پر قومندان بمي چاودنه سوې ده.
دا چاودنه نن سهار اووه بجي په ياده سيمه کې پر هغه قومندان سوي کوم چې په سيمه کې د ملي پوليسو د پنځو امنيتي پوستو مشري  در د غاړي وه.
د چار چينو ولسوالۍ امنيه قومندان ولي داد وايې  ، چې د جمعه ګل څاروان په نوم د ملي پوليسو د پنځو امنيتي پوستو قومندان پر موټر سايکل سپور وو چې پر ښخ سوي ماين ور برابر سو.
دى وايې چې په پېښه کې يوازي قومندان وژل سوى دى او کوم بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
دغه پوليس قومندان په تيرو وختونو کې  د زياتو بريدونو څخه روغ رمټ وتلى وو.
تر اوسه کومي ډلې د دې پېښي په اړه څه نه دي ويلي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery