دخپریدو نیټه : 2014-08-20 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
د سلام مخابراتي شرکت پر موټر ، چاودني درې تنه ووژل.
لودين
د اروزګان ولايت د چار چينو ولسوالۍ په سراب سيمه کې د سلام مخابراتي شرکت پر انجينرانو بمي چاودنه سوي ده.
په دغه چاودنه کې درې تنه وژل سوي او دوه تنه نور ټپيان سوي دي.
د چارچينو ولسوالۍ امنيه قومندان ولي داد وايې ، چاودنه نن سهار نهه نيمي بجي هغه وخت وسوه کله ، د دې مخابراتي شبکې کارکوونکو غوښتل په سيمه کې د يادي شبکي انتنونه ودروي.
هغه وايې چې په رامنځته سوي چاودنه کې د ظفر په نوم يو انجينر ، يو ملکي کس او يو موټر چلوونکی وژل سوي او دوه تنه سخت ټپيان سوي چې روغتيايې حالت يې د انديښني وړ دى.
نن سهار يوې بلي چاودني هم د پوليسو يو سيمه ايز قوماندان وژلی دی .