دخپریدو نیټه : 2014-08-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پاکستان تېره شپه بیا پر کونړ ۴۶ توغندي ویشتلي
احمد فیصل
د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، چې پاکستانيو ملیشو تیره شپه یوځل بیا پر دانګام ولسوالۍ ۴۶ توغندي ویشتلي دي.د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل وویل، چې د توغندیو له امله یو ملکي کس ټپي شوی دی.د یوه بل خبرله مخې په دغه ولایت کې د یوې بې پیلوټه طیارې په حمله کې د وسله والو طالبانو درې مشران وژل شوي دي.