مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر حامد کرزي د ټاکنیزو کمېسیونونو له غړو سره وکتل

احمد فیصل
په دې غونډه کې چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبېش او د ولسمشر دواړو مرستیالانو هم په کې برخه اخیستې وه، د ټاکنو په اړونده مسایلو بحث وشو. د ټاکنیزو کمېسیونو مشرانو او غړو د وروستیو پرمختګونو او د دواړو کاندیدانو ترمنځ د شوې هوکړې په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د دواړو ټیمونو ترمنځ همکاري کولای شي چې دغه پروسه چټکه او ژر پای ته ورسېږي. د ټاکنیزو کمېسیونو غړو د دې پروسې د ژر پای ته رسولو او ګړندي کولو په اړه د چمتووالي ډاډ څرګند کړ، خو د دواړو ډلو پر همکارۍ یې ټینګار وکړ. دوی له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه تر څو د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو وغواړي چې خپلو استازو ته له کمېسیون سره د همکارۍ په برخه کې لارښوونه وکړي. په دې لیدنه کې ولسمشر حامد کرزي وویل چې افغانان له څو میاشتو راهیسې د ټاکنو پایلو ته منتظر دي او دغه پایلې باید ژر اعلان شي. ولسمشر زیاته کړې، چې د ټاکنو اوږده بهیر د ژوندانه پر بېلابېلو په ځانګړې توګه پر اقتصاد منفي اغېز کړی او دغه پروسه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery