دخپریدو نیټه : 2014-08-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پولیسو هغه کس نیولی چې پرون یې یو بهرنی په چاقو وژلی و
احمد فیصل
د کابل پولیسو هغه کس نیولی چې پرون یې د هوايي ډګر پر سړک یو بهرنی وژلی و. دغه کس د بي بي مهرو په سيمه کې پر يوه بهرني د چاړو ګزارونه کړي وو چې له کبله یې یاد بهرني په روغتون کې ساه ورکړه. د کابل د امنيه قومندانۍ ويندوی حشمت الله ستانکزی وايي پوليسو تر څو ساعته پلټنو وروسته برید کوونکی نیولی دی. ستانکزي ويلي نيول شوی کس عبدالفتاح جهادوال نومېږي، پنځوس کلن دی او د غزني اوسېدونکي دی. ده همداراز وويل، چې عبدالفتاح جهادوال د وسله والو طالبانو سرګروپ دی او پر خپل جرم يې اعتراف کړی دی.