مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زابل: طالبانو ته مو سخت مالي اوځاني تلفات اړولي دي

احمدولي سرحدي

 

چارواکي وایی عملیات نن سهار ناوخته ددي ولایت دښارصفا ولسوالۍ د رامزو
په کلي کی هغه مهال دافغان او نړیوالو ځواکونو لخوا په ګډه ترسره شول چی
وسله وال طالبان دحشر په ډول پر ولسوالۍ دبرید پلان بسته کوي ، دزابل
امنیه قوماندان وایی په عملیاتو کی دولس وسله وال چی جسدونه یی په سیمه
کی پراته دی وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی ، نوموړی وایی دعملیاتو پرمهال
دولتي لوري ته کوم زیان ندي اوښتي دقوماندان په خبره په سیمه کی ددوي
 عملیات اوس هم روان دی.
ښاغلي روغ لیوني وایی دتیرو دریو ورځو راپدی خوا دکندهار او هلیمند
ولایتونو څخه وسله وال دزابل سیمي ته را اوړي او غواړی پدغه ولایت کی دنا
امنۍ لمن پراخه کړي ، هغه زیاتوي چی دټولو ولسوالیو امنیتي سرتیرو ته یی
 پلان ورکړي او غواړي خپلی سیمي په خپل امنیتي پوښښ کي وساتي او وسله والو طالبانو ته يې غاښ ماتوونکی جواب ورکړی او دزابل دسیمو څخه يی شړلي دي.
دیادوني وړده چی دهلمند او کندهار دعملیاتو ورسته دزابل دښارصفا
پر ولسوالۍ دطالبانو لخوا دنیولو دا لمړي پلان وچی ددولتي ځواکونو لخوا
 تر برید مخکي شنډ شو ، ویل کیږی وسله وال طالبان غواړي په تدریجي ډول د
دهیواد ټولو سیموته ډلیز بریدونه ورسوي ، خو دزابل امنیتي چارواکي وایی دوسله
والو دهر ډول بریدونو مقابله کولای شی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery