مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زابل: دولتي چارواکي دطالبانو لخوا دنوبهار ولسوالي نیول ردوي

 

نوبهار دافغانستان په سهیل لویدیځه حوزه زابل ولایت کي پرته غرنۍ ولسوالي ده چي ددې ولایت مرکز کلات څخه په ۵۰ کیلومتره کي پرته ده او دګاونډي ولایت غزني دناوې ولسوالۍ ترڅنګ دزابل ولایت دشاه جوی ، شملزي او شینکۍ ولسوالیو سره ګډه پوله لري.

که څه هم نن سهار وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لیژل سوي پیغام کي دنوبهار ولسوالۍ دنیولو ادعاکوله خو ددې ولایت امنیتي چارواکي دوسله والو طالبانو داډول ادعاوي بې بنسټه او دتبلغاتي جکړې یوه برخه وبلل.

ددې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني درسنیو ته سره دخبرو پرمهال وویل چي نوبهار ولسوالۍ اوسنی مرکز يې دناټو خیلو څخه ولوړګي سیمي ته يې  لیژدولی او دهغه پروینا دولسوالۍ نوی مرکز داوسیدونکو دګڼ والي، ستراتیژک اهمیت، لوژستیګي امکاناتو ته رسیدګي، او دخلګوپه غوښتنه یاده سیمې ته ليزدول او نورو اړخو څخه ترمخکیني ځای غوره دی.

ښاغلی روغ لیونی همداراز وايي چي طالبان دومره پیاوړي ندي چي دافغان ځواکونو څخه کومه سیمه ونیسي ځکه دهغه پرونیا چي دتیرې یوې اونۍ راپدیخوا يې دامید په نوم پوڅي عملیات پیل کړي او طالبانو ته يې غاښ ماتوونکی جواب ورکړی او ډیری طالبانو ددې ولایت څخه خپلي پښې سپکي کړي دي او دهغه په وینا طالبانو دخپلو ناکامه کړنو او مرګ ژوبلې دپټولو په موخه تبلغیاتي جګړه په کار اچولې.

امنیه قومندان روغ لیونی وايي چي طالبانو په کندهار کي ترماتي خوړلو وروسته دزابل وډیری سیمو ته مخه کړې وه خو کله چي يې پدې ولایت کي دبریدونه پلان نیوی، ددې ولایت دامنیتي ځواکونو لخوا ورباندي په بیلابیلو سیمو کي بریدونه وشول چي پرمهال يې دطالبانو د۶ مهمو قومندانو په ګډون ۵۰ وسله ووژل او تر ۳۰ زیات يې دجګړې پرمهال ټپیان او دهغوی څخه يې سپکي اودرنې وسلې ونیولې.

نوموړی وايي پدې عملیاتو کي د۵ امنیتي ځواکونو په ګډون دوه موټرونه لمنځه تللي دي.


خو طالبان بیا دولتي سرتیرو ته دسختي مرګ ژوبلې خبرورکوي.

دپامه دي وتلې نه وي چي تیره میاشت دجګپوړوچارواکو ، قومي مخورو او درسنیو استازو په یوه سفر کي چي نوبهار ولسوالۍ ته يې کړی وو، دهغې ولسوالۍ دځايي اوسیدونکو لخوا غوښتنه وشول چي دنوبهار ولسوالي مرکز دي دلوړګي وسیمي ته وليژدول سي ځکه دهغوی په وینا چي دولسوالۍ مرکز دیادې ولسوالۍ داسیدونکو څخه لیري دی او دولسوالۍ مرکز يې دشملزو او ناوې دولسوالۍ په ځمکه کي پروت دی او باید یوې ستراتیژکي سیمي ته ولیژدول سي چي هغه کار نن ترسره سو او دیادي ولسوالۍ اوسیدونکي ددولت ددې کړني څخه خوشاله بریشي.

احمدولي سرحدي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery