مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کرکټ بورډ او ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هوکړه ليک لاسليک کړ

احمد فیصل
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ترمنځ د ځوانانو په برخه کې د ګډو فعاليتونو او همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو. دغه هوکړه ليک د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ادارې د مشرې مېرمن ډاکټر انيت رابرټسن ترمنځ لاسليک شو. په دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې کرکټ په افغانستان کې د ځوانانو لپاره د پرمختيايي او ټولنيزو فعاليتونو په موخه يو هراړخېز چوکاټ دی. هغه زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د ځوانانو او مېرمنو په برخه کې د کار او فعاليتونو اوږده مخينه لري او د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې سره د دوی هوکړه او ګډ فعاليتونه د دوی پر عملياتي بهير خورا مثبته اغېزه کولای شي. نوموړي زياته کړه، کرکټ اوس په افغانستان کې د يوې پياوړې قوې په توګه د ګڼ شمېر ځوانانو راجلبولو او په پراخه کچه تر نړيوالو ډګرونو د تګ له امله د ټولو نړيوالو ادارو پاملرنه د ځان پر لوري راجلب کړې ده. ډاکټر مراد زياته کړه : (( د ملګرو ملتونو د يونيسيف ادارې وروسته او اوس د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) سره هوکړه ليک لاسليکول ، په عملي ډګر کې د ستر کار ښکارندوي کوي.)) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) مشره مېرمن ډاکټر انيت رابرټسن د افغانستان کرکټ بورډ له بريالي پرمختګ څخه يادونه وکړه او ويې ويل چې دا د دوى لپاره د خوښۍ ځای دی ، چې له يوې داسې ادارې سره هوکړه ليک لاسليکوي. د هغې په وينا، کرکټ نه يوازې په نړيواله کچه سترې لاسته راوړنې لري، بلکې له غوره اداري جوړښت څخه هم برخمنه ده. کرکټ په افغانستان کې د مخکښې سپورټي شبکې په توګه د ځوانانو لپاره د کار په ډګر کې خپل موثريت تر پراخه بريده په ډاګه کړی دی. د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريدهوتک پژواک اژانس ته وويل ، چې ددې هوکړه ليک له مخې به د ملګرو ملتونو ياده اداره د لوبو پر مهال خپل پيغامونه خپروي او هغوى به د افغانستان ښځينه کرکټ څانګې سره همکاري کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery