مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د فواید عامې وزارت: د سالنګ د رغولو لپاره پیسې نه لرو

احمد فیصل
خلک د پروان_بغلان د لويې لارې له خرابوالي سر ټکوي او د بيا رغونې غوښتنه يې کوي، خو د فوايد عامې وزارت وايي چې د دې لارې د بنسټيزې جوړونې لپاره پيسې نه لري. دغه لار چې هره ورځ زرګونه موټر پرې تګ راتګ کوي، د سالنګ په لوړو غرونو کې له يو اوږد تونل څخه تېرېږي او د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي. د سمنګانو د مرکز ايبک اوسېدونکى محمد علي چې پر همدې لاره کابل ته راغلى وايي چې د سالنګ دواړو خواوو او په خپله سالنګ کې سړک ډېر خراب شوى دى. هغه زياته کړه: ((د بغلان له پلخمري نه تر دوشى پورې يوه اندازه سړک ښه دى، خو له دوشي څخه تر سالنګه بيا سړک ډېر زيات خراب شوى، اوبه په کې راغلې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.)) هغه دا هم وويل چې له سالنګ څخه د پروان ولايت تر جبل السراج ولسوالۍ هم سړک ډېر خراب شوى او اړوند ارګانونه بايد د دې ستونزې لرې کولو ته پاملرنه وکړي او دا لاره ورغوي. د جوزجان اوسېدونکى اسدالله چې له همدې لارې کابل ته راغلى، وايي چې له تېر ژمي راپه دېخوا له بغلانه تر جبل سراج پورې پر سړک کندې جوړې شوې او اوس د دوو ساعتونو مزل څلورو ساعتونه وخت اخلي. دغه راز د قدرت بس ترانسپورت موټر چلوونکى احمد صميم چې پر همدې لاره تګ راتګ کوي وايي چې د شمالي سالنګ له اولنګ سيمې د جنوبي سالنګ تر دوشاخه پورې سړک ډېر خراب شوى دى. هغه وايي چې پخوا به موټر له مزارشريف څخه کابل ته په پنځو ساعتونو کې رسېده، خو اوس د سړک د خرابوالي له امله په ٨ ساعتونو کې هم نه شي رسېدلى. هغه زياته کړه: ((که حکومت دغه سړک هر څومره ژر جوړ نه کړي، موږ هم مجبور يو چې کرايه څو برابره لوړه کړو.)) صميم دا هم وويل چې د دغه سړک د خرابوالي له امله په دې لويه لار کې نا امني هم پيدا شوې او کله نا کله غله هم راوځي او په اسانۍ سره کولاى شي موټر ودروي. د خاواک بس ترانسپورت موټر چلوونکى شېرزمان هم وايي: ((له جبل السراج نه تر پلخمري بېخي سړک خراب دى، اصلاً پرې د موټرو تګ ستونزمن شوى، که مجبور نه واى په دې لارې مې موټر نه چلاوه.)) دى وايي چې له مزارشريف څخه تر کابل پورې په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا دوه سوه کيلومتره لاره ډېره خرابه ده او خلکو ته يې ستونزې پيدا کړې دي. ده هم له دولته غوښتنه وکړه، چې هر څومره ژر د ياد سړک جوړولو لپاره ګام پورته کړي او خلک له ستونزو خلاص کړي. د فوايد عامې وزارت تخنيکي مرستيال احمدشاه وحيد هم دا مني چې ياده لاره بيارغونې ته اړتيا لري خو وايي چې له سالنګ څخه تر دوشي پورې د سړک اساسي بيارغونه ٦٠ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا ده خو وزارت يې دمګړۍ په واک کې نه لري. خو هغه وويل چې د فوايد عامې وزارت د ژمي په موسم کې د ياد سړک د ترميم لپاره چمتووالى لري تر څو د خلکو ستونزې راکمې شي. هغه زياته کړه: ((هغه ځايونه چې ډېر کندې شوي دي، هغه له جغل نه ډکوو او د "نجات خونه" هم فعالوو تر څو د اړتيا په وخت کې له خلکو سره مرستې وکړي .)) د ده په وينا، د نجات خونه چې د سون توکي، اکسېجن او درمل او اړين خوراکي توکي په کې وي، په سالنګ کې جوړه شوې او هر ژمى فعالېږي. د وحيد د معلوماتو له مخې، د پروان- پلخمري سړک لس کاله وړاندې رغول شوى او د سړک جوړونې د معيارونو له مخې هر پنځه کاله وروسته بايد بېرته ترميم شوې واى، خو د بودجې د نه شتون له امله ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې. دى وايي، بله ستونزه دا ده چې دغه سړک په ٢٤ ساعتونو کې د دوو زرو موټرو د تګ راتګ لپاره جوړشوى، خو اوس دغه شمېره لسو زرو ته رسېدلې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery