دخپریدو نیټه : 2014-08-27 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پاکستان بیا پر کونړ ۳۵ توغندي ویشتلي
احمد فیصل
د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې؛ پاکستانیو ملیشو تیرشپه یوځل بیا پر دانګام ولسوالۍ ۳۵ توغندي راتوغولي دي.د دې ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل وویل؛ چې یاد توغندي په غرنۍ او شاړو ځمکو کې لګېدلي، چې چاته یې ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.د یوه بل خبر له مخې تېره شپه د دې ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته کې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی دی.