مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سلطانزوی: د تفتيش بهير د څارنې مسووليت مو يوناما ته وسپاره

احمد فیصل
وروسته له هغه، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د رايو د تفتيش پروسې څخه د وتلو ګواښ وکړ؛ داشرف غني احمدزي ټاکنيزه ډله وايي، چې دوى هم دملګرو ملتونو د غوښتنې پر بنسټ خپل استازي له دغه بهير څخه وېستلي او ټول مسووليت يې دغه سازمان ته ورکړى دى. د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر دغه اقدام وروسته له هغه نيول کېږي، چې د عبدالله عبدالله ټيم نن خپل څارونکي د ټاکنو کمېسيون ته ونه لېږل، څو د بيا څېړنې له بهير څخه څارنه وکړي. د عبدالله ټيم تېره ورځ وويل، چې د دوى غوښتنې د چهار شنبې ورځې تر سهاره د رايو د باطلېدو لايحه کې د دوى غوښتنې په پام کې ونه نيول شي، نو ټاکنيز بهير به ترک او پاى ته رسېدلى اعلان کړي. د تحول او تدوام ټيم غړي داوود سلطانزوى نن يوې خبري غونډې ته وويل:(( يوناما له موږ نه غوښتنه وکړه، چې اوس بايد له پروسې نه ووځو.)) سلطانزوى زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه د دوى له خوا ومنل شوه، خو د هغوى لپاره يې ځينې شرطونه هم وړاندې کړل. نوموړي د بشپړې روڼتيا تامين اود بيا څېړنې بهير ددغه ټيم د شرطونو په توګه ياد کړل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery