دخپریدو نیټه : 2014-08-28 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وسله والو په اچین ولسوالۍ کې د یوې لیسې مدیر وژلی
احمد فیصل
د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون پخوانى کارکوونکى او ديني عالم مولوي عماد الدين هاشمي د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شو. د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي وويل، چې نوموړى تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې د وسله والو له لوري تر تښتول کېدو وروسته وژل شوى دى. هغه زياته کړه، چې مولوي عمادالدين هاشمي شاوخوا پنځه کاله د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون کې د ديني خپرونو چلوونکى و او په دې وروستيو کې د اچين ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې ښوونکى او د همدغه ښوونځي سرپرست امر هم و. نوموړى وايي ، چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پلټنې دوام لري.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.