مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

همدرد: د خلکو حوصله نوره د ازمویلو نه ده

احمد فیصل
د پکتيا والي ګواښ وکړ، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم دې په بېلابېلو دريځونو سره نور د خلکو حوصله نه ازمايي. د پکتيا والي جمعه خان همدرد پرون په ګردېز ښار کې د پکتيا ولايت امنيتي غونډې ته وويل،چې د همپالنې ټيم له يوې خوا په واک کې شريکېدل غواړي او بله خوا د موازي حکومت لپاره هڅې کوي. تر دې مخکې پرون د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډله د خپلو تخنيکي غوښتنو د نه منلو په ادعا د رايوتفتيش له پروسې ووتله او وروسته د تحول او تدوام ډلې اعلان وکړ، چې دوى هم د يوناما په غوښتنه له دې پروسې ووتل. د ډاکټر عبدالله د تخنيکي ټيم مشر فضل احمد معنوي د وږي په ٤مه په خبري ناسته کې ادعا وکړه، چې د رايو د څېړنې لړۍ تر سياسي سيوري لاندې راغلې؛ ځکه له دې پروسې وځي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستيال نيکولاس هيسم له دې لړۍ د عبدالله عبدالله د ټاکنيزې ډلې وتل غېرمنصفانه بللي، خو د پکتيا والي پر دې دريځ سختې نيوکې کړي. همدرد زياته کړه: ((يو بام او دوه هوا، وايي که ناکام شوم بغاوت کوم، وزارتونه به ونيسم، پاڅون به وکړم؛ خو نړيوالو او حکومت پرې سترګې پټې کړې دي.)) د پکتيا والي چې په تېرو ټاکنو کې يې د تحول او تدوام د ټيم ملاتړ کړى ، پر نړيوالې ټولنې او مرکزي حکومت نيوکه وکړه، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د دې دريځونو پر وړاندې چپه خوله دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery