مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د وېلز په غونډه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې کیږي

احمد فیصل
امريکا وايي چې د ناټو په وېلز غونډه کې به د افغانستان پر اوسنيو او تر ٢٠١٤ کال وروسته پر حالاتو خبرې وشي. دغه څرګندونې د سپينې ماڼۍ د اروپايي چارو مسوول چارليس کوپچان په واشنګټن کې خبريالانو ته کړې دي. ټاکل شوې د ناټو د وېلز سرمشريزه غونډه راتلونکې پنجشنبې پيل شي. د سپينې ماڼۍ ياد چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تر اوسه دا نه ده په ډاګه چې د ناټو په ياده سرمشريزه غونډه کې به څوک د افغانستان استازيتوب کوي. ناټو تر دې مخکې ويلي وو چې دوى د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په ګډون د نړۍ يو شمېر ولسمشرانو او لومړي وزيرانو ته بلنه ورکړې، اوس په افغانستان پورې اړه لري چې يادې غونډې ته څوک لېږي. ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې په ډاګه کړه چې په دې غونډه کې به دى نه، بلکې نوى ولسمشر به ګډون وکړي. د بهرنيو چارو وزارت نن پژواک ته ويلي، که چېرې نوى ولسمشر معرفي نه شي، نو د اوسني حکومت يو پلاوى به په دې غونډه کې ګډون وکړي. د سپينې ماڼۍ د اروپا د چارو مسوول وايي چې د ناټو د وېلز په سرمشريزه غونډه کې به د افغانستان په اړه ځانګړې خبرې او بحث کېږي. د هغه په وينا، په دې ځانګړې غونډه کې به په افغانستان کې د ايساف د روان ماموريت د پاى ته رسېدو او د ناټو د روزنې، همکارۍ او مشورې د نوي ماموريت پر پيل او افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پر پروسې خبرې وشي. د هغه په وينا، په دې غونډه کې به د افغان ملي ځواکونو پر تمويل او تجهيز هم خبرې وشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery