مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دټاکنو دبهیر روان کشمکش دزغملونه دی


دهلمندمدنی ټولنی د ټاکنو د روان بهیر ددغه کشمکش د نه زغملو ترڅنګ پردولتی چارواکو ږغ کوی چی د خلګو ژوند ته پاملرنه وکړی او ملی تجارانو ته ډاډورکړی ترڅو دخلګو لپاره پیداسوی کاروبارپه ټپه ونه درول سی ترڅو دغه حالت لا نورهم کړکیچن سی
تیره ورځ په هلمند مدني ټولنه کي ګڼ شمیر دهلمند ولایت دیني علمان ، قومي مشران او دبیلابیلو سیمو اوسیدونکي دوروستیو انتخاباتي کشمکشو له امله دمدني فعالانو سره یوځای راغونډ سوي وه .
په غونډه کي وویل سوه چي په هیواد او په ځانګړې تو ګه په هلمندکي امنیتي حالت سخت خراب سوی ، دخلګو کاروبارونه په ټپه دریدلي دي او اداري فساد له همدي امله سخت زیات سوی ، دولتي مامورین په خپلو دندو کي په ریښتني توګه کار نه کوي .
دهلمند مدني ټولني او اولسونو لپاره نور دغه ټاکنیزکشمکش دزغملوندی ، که دغه حالت دوام وکړي موږبه خپلو لاریونونه پیل کړو .
دهلمنددغه قومی مشرانو دینی عالمانوځوانانو او مدنی فعالانو دانتخاباتو پرخپلواک کمیسون مرکزی اداری او له دواړو نوماندانو څخه غوښتنه کوی چی دغه روانی کشالی ته دحل لاره ولټوی او نوری ستونزی راولاړی نسی
هلمندمدنی ټولنه پرافغان دولت نړیوالی ټولنی او ملګرو ملتونو باندی ږغ کوی چی ددغی کشالی د حل لاره ولټوی او دخلګو کارول سوو رایو ته درناوی ترسره او دافغانستان لپاره راتلونکی حکومت د شفافو کارول سوو رایو له لاری رامنځ ته او دخلګو لپاره قناعت کوونکی وبولی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery